په ټولګي کې کلاشنکوف
د خپرېدو وخت
د ګیاوې د یوه غره په لمن کې ولاړ یم او لاندې درې ته ګورم. په دره کې دلته هلته خټین کورونه داسي ښکاري لکه له ځمکې چې راوتي وي. یوازې دوه پخې ودانۍ چې تر سترګو کېږي یو سپین کلینک او له ډبرو جوړ د سیمي یوازینی ښوونځی دی چې کلیوالو په سپمولو پیسو جوړ کړی. ابراهیم ساپي پرې دا رپوټ چمتو کړی.