پولیسو په جنسي تېري تورن کسان په ډزو وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
هندي پولیسو هغه څلور مشکوک کسان په ډزو وژلي چې تېره اونۍ د اندراپردېش په حیدراباد ښار کې پر یوې ډاکټري له جنسي تېري وروسته د هغې پر وژنه تورن وو.
د جمعې پر ورځ دغه کسان پولیسو له خپل توقیفه د نورو معلوماتو راټولولو لپاره له ښاره بهر د پېښې ځای ته بیولي وو.
ځايي پولیسو د بي بي سي تیلګو څانګې ته ویلي، پولیسو له هغه وروسته دغه مشکوک کسان په ډزو ووژل چې دوی هڅه وکړه، د پولیسو وسله واخلي او وتښتي.
خو بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو فعالان وايي، د دې لپاره چې معلومه شي، دا بې محاکمې وژنه نه ده، باید د پېښې څېړنه وشی.
په هند کې د ایمنسټي انټر نېشنل استازی اویناش کومار وايي:
''د جنسي تېري پېښو د ستونزې حل په بې محاکمې وژنو کې نه شته ''
د تېرې سې شنبې پر ورځ د ۲۷ کلنې ښځې سوځل شوی مړی موندل شوی و او له هغه وروسته د پېښې په تړاو پراخ احتجاجونه وشول او احتجاجیانو پولیس د دغه ډول پېښو په مخنیوي کې په ناغیړۍ تورن کړل.

د تورنو کسانو له وژل کېدو وروسته د وژل شوې ډاکټرې مور بي بي سي ته وویل ''انصاف وشو '' او د کورنۍ د ګاونډیانو په ګډون زرګونه کسان سړکونو ته ووتل او د پولیسو ستاینه یې وکړه.
وژل شوې ښځه لس ورځې مخکې له کوره وتلې وه او له هغه وروسته تېره سې شنبه د نوموړې مړی تر یوه پله لاندې وموندل شو.
د بې درکۍ له رپوټ وروسته هم په لټون کې د ناغیړۍ له شکایت وروسته درې پولیس چارواکي تېره اونۍ له دې کبله له دندې ګوښه شول.


















