تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د "اسلامي ترکستان ګوند" د وسلوالو د فعالیت انځورونه
د چین د اویغور توندلارې اسلامي ډله یا د اسلامي ترکستان ګوند چې له القاعده سره تړلی بلل کېږي او سوریه کې فعالیت کوي، تازه ویډیو یې خپره کړې چې ښيي وسلوال یې په افغانستان کې په جګړه کې ښکېل دي.
دا ویډیو چې تېر نومبر کې جوړه شوې ښکاري، تر ډېره د هغو انځورونو مونتاژ دی چې د دې ډلې وسلوال او کورنۍ ښيي.
د افغانستان دفاع وزارت مني چې دا ډله افغانستان کې شته او طالبانو ورته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي ترکستان ګوند په نوم دا ویډیو ردوي او وايي، ځینې استخباراتي کړیو یا رسنیو له ګاونډیو سره د طالبانو د اړیکو خرابولو لپاره دا انځوریزه ویډيو خپره کړې ده.
د اسلامي ترکستان ډله نوې ویډیو کې داسې پوځي وسایل هم ښيي چې ښکاري دې وسلوالو له افغان امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
اسلامي ترکستان ګوند توندلارې اسلامي ډله ده چې د چین په لوېدیځ کې د اویغور توندلارو جوړه کړې او چین، اروپايي ټولنه، امریکا، برتانیا، روسیه او پاکستان یې ترهګره ډله بولي.
دا ډله وايي، موخه یې د چین په سینکیانګ کې د ختیځ ترکستان په نوم خپلواک دولت جوړول دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې ډلې مرکز په کابل کې و او له هغه مهال له القاعده سره نږدې اړیکي لري.
دې ویډیو کې د اسلامي ترکستان ګوند لسګونه وسلوال له پوځي ګاډو سره لیدل کېږي او داسې ښکاري چې دا ګاډي به د افغان ځواکونو وي.
د دې وسلوالو سره د اېم ای۶ او اېم۴ وسلې هم لیدل کېږي.
دې انځورونو کې کمعمره وسلوال هم د مشرانو وسلوالو سره لیدل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې اسلامي ترکستان ګوند له افغان امنیتي ځواکونو ولکه کړي تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي.
دې ډلې تېر کال هم افغانستان کې د جګړې یوه ویډیو خپره کړه چې پکې یې له افغان پوځ نیولي هاموي ګاډي ښودل.
اوسنۍ ویډیو کې د دې ډلې د داسې روزنځي انځورونه هم دي چې یوه سخت ځای کې دایمي مرکزونه ښيي.
د دې روزنځي انځورونه مختلفو وختونو کې اخیستل شوي او ښيي چې دا لنډمهالي مرکز نه دی.
مالومه نه ده چې دا مرکز یا روزنځی د افغانستان کومه سیمه کې دی.
خو د انځورونو سیمه تر ډېره د افغانستان شمال ختیځ په تېره بدخشان ولایت ته ورته ښکاري.
د تېر کال پرورۍ میاشت کې افغانستان کې امریکايي ځواکونو وویل چې بدخشان کې یې د وسلوالو طالبانو پر روزنځیو پراخ هوايي بریدونه کړي دي.
امریکايي چارواکو وویل، چې دې مرکزونو کې د اسلامي ترکستان ګوند وسلوال هم روزل کېدل.
د دفاع وزارت او طالبانو غبرګون
د افغانستان د دفاع وزارت فواد امان مني چې دا ډله افغانستان کې شته، خو وايي، شمال کې وروستیو عملیاتو سره پر طالبانو سربېره نورو بهرنیو وسلوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده:
"طالبانو او نورو بهرنیو ډلو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې، ځینې وژل شوي، ځینې تښتېدلي او نور افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي".
ښاغلي امان د بي بي سي خبریال ندیم اشرف ته وویل، ورځ تر بلې په دې ډلو فشار ډېرېږي او د فعالیت ساحه یې محدودېږي:
"بدخشان کې هم له دې بهرنیو ډلو سیمې ونیول شوې: د افغانستان په نورو سیمو کې هم ترهګرې ډلې دې حالت سره مخ دي او د هرې ورځې تېرېدو سره دا ډلې کمزورې کېږي".
د نوموړي په خبره، وسلوالو طالبانو د اسلامي ترکستان په ګډون مختلفو بهرنیو وسلوالو ډلو ته د فعالیت ته لار برابره کړې ده.
خو د طابانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي ترکستان ګوند په نوم دا ویډیو ردوي او وايي، ځینې استخباراتي کړیو یا رسنیو له ګاونډیو سره د طالبانو د اړیکو خرابولو لپاره دا انځوریزه ویډیو خپره کړې ده.
دې ویډیو کې چې کوم انځورونه کارول شوي، غالباً ممکن زموږ د مجاهدینو له انځورونو استفاده شوې وي او هغه هم د دې لپاره چې زموږ او د ګاونډیانو ترمنځ اړیکي خراب کړي، موږ یې په کلکه ردوو، زموږ لیکو کې کوم بهرنی کس نشته.
ښاغلی مجاهد وايي، د افغان شوروي جهاد پر مهال چې کوم بهرنيان افغانستان ته راغلي وو، د امریکا له راتګ سره خپلو هېوادونو یا هغو عربي هېوادونو ته لاړل، چې تاوتریخوالی پکې دی.
د غرنۍ لېوا ګنګوسې
د ۲۰۱۸ کال په اپرېل کې د افغانستان ملي امنیت شورا وویل، د چین لوی درستیز ور سره ژمنه کړې چې بدخشان ولایت کې د افغان ملي اردو یوې غرنۍ لېوا ته پوځي تجهیزات برابر کړي.
بیا د هغه کال د اګسټ وروستیو کې د ساوت چينا مارنېنگ پوسټ په نوم ورځپاڼې ولیکل، چين په افغانستان کې له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره د بدخشان په واخان کې يو پوځي روزنيز پنډغالى يا کمپ جوړوي.
هغه مهال ویل کېدل، د پنډغالي د جوړولو کار پيل شوى او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي.
تېر مارچ کې داسې رپوټونه و، چې بدخشان کې چینايي پوځیان لیدل شوي، خو چین دا ګونګوسې رد کړې دي.