تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت ځینو هېوادونو کې خپل سفارتونه او کونسلګرۍ تړي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په بهرنیو هېوادونو کې د خپلو ځینو سفارتونو او کونسلګریو د تړلو پلان لري، خو دا یې نه دي ویلي چې دا سفارتونه او کونسلګرۍ په کومو هېوادونو کې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، یاد وزارت د دې چارې لپاره خپله ارزیابي کوي او د همدې ارزیابي له مخې ماسبې پرېکړې کوي.
ښاغلي هېواد وایي، په کومو هېوادونو کې چې سیاسي او کونسلي استازولیو ته اړتیا وي هغه به ساتل کېږي، او که اړتیا نه وي نو په اړه به یې له سره غور کېږي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، دیپلوماسي په ټولو دولتونو کې یو ګرانبیه سکتور دی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ګام په بهر کې د افغانستان د استازولیو په عوایدو او یا هم لګښتونو پورې اړه نه لري.
ګران هېواد وایي، په بهرنیو هېوادونو کې د سیاسي او کونسلي استازولیو تړل او یا هم ساتل د یو هېواد په دیپلوماتیک، فرهنګي او اقتصادي سیاست پورې اړه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې په دغه وزارت کې له اصلاحاتو یې موخه دا ده چې له نورو هېوادونو سره د افغانستان ډېپلوماسي اقتصاد محوره شي.
دغه وزارت وايي چې د پیل شویو اصلاحاتو په لړ کې، هغه پنځه تنه سفیران او مرستیالان چې دندې یې پایته رسېدلې وې، بېرته افغانستان ته ورغوښتل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي چې په دغو پنځو تنو کې، په قرغیزستان کې د افغانستان سفیر، په سویلي کوریا کې د سفیر مرستیال، د جرمني په بن ښار، د پاکستان په کوېټه او د ایران په زاهدان کې جنرال قونسلان شامل دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له څه مودې راپدې خوا اعلان کړی چې په دغه وزارت کې یې اصلاحات پیل کړي دي. په وروستیو اوونیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څو ځله ولسمشر محمد اشرف غني ته د پیل شویو اصلاحاتو د پرمختګ په اړه رپوټ ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد هم تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د بهرني سیاست دوکترین د اوسنۍ نړۍ له اړتیاوو سره برابرول، د قوانینو، مقرراتو او د وزارت په تشکیلاتو کې اصلاحات راوستل د نویو اصلاحاتو په ډله کې دي.
ښاغلي هېواد وویل چې د اصلاحاتو دا ټولګه یې د افغانستان ټولو سیاسي استازولیو ته د نظر پوښتنې لپاره لېږلې او له څېړنو وروسته به په دغه وزارت کې بنسټیز اصلاحات پيل شي.
د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ د دغه وازرت د مخکینې وزیر صلاح الدین رباني له استعفاء وروسته پیل شوې.
پر افغان حکومت نیوکه کوونکې وايي چې ولسمشرۍ ماڼۍ د اصلاحاتو په نوم د خپلو مخالفینو او د مخکینې وزیر د پلویانو چاڼ کوي، خو حکومت ټینګار کوي چې له اصلاحاتو یې موخه د هغو ستونزو حل دی چې په دغه وزارت کې له ډېرې راهیسې پاتې دي.