تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر کې د طالبانو او امریکايانو تر منځ غیر رسمي لیدنه شوې
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.
د سرچینې په وینا د دواړو خواوو تر منځ به بیا خبرې له صفر څخه نه پیلېږي.
د سرچینې په باور د سولې خبرو ډېری هغه موارد د چې د سولې خبرو په تېرو نهو پړاوونو کې پرې هوکړه شوې وه، پر ځپل ځای دي او د رسمي مذاکراتو په پیل سره به پر هغو مواردو بحث وشي، چې په اړه یې لږ اختلافات شته.
تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ به څه وخت رسمي مذاکرات پیلېږي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوې ورځې مخکې له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې لومړی ځل د امریکا او طالبانو تر منځ د خبر بیا پیلېدو شونتیا څرګنده کړه.
ښاغلي ټرمپ د مرکې په یوه برخه کې په ځانګړې توګه د سولې خبرو په هکله وویل، ''له طالبانو سره پر یوه نوې هوکړه، کار کوو، و به ګورو چې څه کېږي. ''
که څه هم تر اوسه د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو جزیات بهر نه دي راوتلي، خو ولسمشر ټرمپ او د افغان سولې لپاره د هغه د حکومت ځانګړي استازي د سولې خبرو مخته وړلو لپاره په افغانستان کې د تاو تریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حقاني شبکې مشر د ورور انس حقاني او دوو نورو لوړ پوړو طالبانو له زندانه د خوشي کېدو پر ورځ ویلي و چې دا درې کسان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینې برابرولو په موخه خوشي کوي.
بل لور ته طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو د چین پلازمېنه بیجینګ کې یې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی شوولي دی.
په بیجینګ کې د بین الافغاني خبرو برخلیک د افغان حکومت له لوري د ګډونوالو د نوملړ تر اعلانېدو پاتې دی.
په پام کې وه چې دغه ناسته د روانې اونۍ تر پایه شوې وای، خو بي بي سي ته دیپلوماتیکو سرچینو ویلي، تر اوسه د ګډونوالو نوملړ نه دی وروستی شوی او ښايي دا ناسته وځنډېږي.
د طالبانو - امریکا خبرې له پیله تر اوسه
تر اوسه د امریکايي دیپلوماتانو او طالب استازو ترمنځ د خبرو اوه پړاوونه تېر شوي؛ شپږ ناستې د قطر په دوحه او یوه د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې.
لومړی پړاو: د دواړو اړخونو ترمنځ خبرې لومړی ځل د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۲مه د قطر دوحه کې پیل شوې.
دویم پړاو: د دویم پړاو خبرې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۱۶مه بیا د قطر په کوربتوب په دوحه کې وشوې.
درېیم پړاو: د ۲۰۱۸ کال د دیسمبر پر ۱۷مه، د درېیم پړاو خبرې د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ ښار کې ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ او طالبانو افغان پلاوي ته خبرو کې د ګډون اجازه ورکړه.
څلورم پړاو: د ۲۰۱۹ کال جنورۍ میاشت کې د څلورم پړاو خبرې د قطر دوحه کې وشوې.
پنځم پړاو: د پنځم ځل لپاره طالب او امریکايي استازي د روان ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه دوحه کې سره جرګه شول، زلمي خلیلزاد په لومړي ځل د طالبانو د تحریک له مرستیال ملا عبد الغني برادر سره دوحه کې وکتل. د دې پړاو خبرې ۱۶ ورځو ته وغځېدې.
شپږم پړاو کې نهه ورځې خبرې وشوې او د تېر غوايي پر ۱۹مه پای ته ورسېدې. دواړو خواوو اعلان وکړ چې دا ځل خبرو کې ډېر پرمختګ وشو.
اوم پړاو خبرې د تېرې جون میاشتې پر ۳۰مه دوحه کې پیل شوې او څو ورځې یې دوام وکړ. ددغه پړاو خبرو کې دواړو خواوو نور پرمختګ هم وکړ او پر ځینو مسلو یې نظرونه سره یو شول.
اتم پړاو کې، چې د اګسټ پر درېیمه پیل شو، د زلمي خلیلزاد په وینا، له طالبانو سره یې خبرې ګټورې وې او پر تخنیکي جزییاتو یې خبرې وکړې، خو د اټکلونو خلاف دا ځل هم ددې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.
نهم پړاو د اګسټ پر ۲۲مه پیل شو او د سپتمبر تر لومړۍ یې دوام وکړ. په دې خبرو کې امریکایانو او طابانو په اصولو کې یوې خپلمنځي هوکړې ته ورسېدل. زلمي خلیلزاد وویل، که د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه په سمه توګه پلې شوه او شرایط سم وو، په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان به د ۱۳۵ ورځو په ترڅ کې له ۵ پوځي اډو ووځي.