افغان حکومت چین کې بین الافغاني ناستې ته پلاوی ټاکلی دی

د عکس سرچینه، GMIC/ Getty Images
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیقي صدیقي ویلي، په چین کې له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني ناستې لپاره د افغان حکومت لخوا پلاوی ټاکل شوی دی، او غونډې ته نژدې ورځو کې به یې اعلان کړي. یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دا ناسته به د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته وشي.
ارګ ویلي، د افغان حکومت پلاوي نومونه به وروسته اعلان شي، او له ګاونډیو، سیمه ییزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو یې غوښتي چې د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.
په پام کې وه چې د افغان سولې په اړه تېره دوشنبه د چین په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون ناسته وشي، خو د نامالومو لاملونو له مخې دا غونډه د نامالومې نېټې لپاره وځنډېده.
وسلوالو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې روښانه کړې وه چې د بېجېنګ په دې ناسته کې به د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی ګډون کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، د بیجنګ غونډه به په قطر کې د طالبانو او امریکایانو، او همدا راز د افغان سولې په اړه له نورو پخوانیو غونډه جلا وي.
دا سرچینه زیاتوي، د بیجنګ په غونډه کې به د بحث اجنډا بدله وي، او پر یو لړ نورو نویو موضوعاتو به د ټولو ښکېلو غاړو ترمنځ خبرې اترې کېږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې پر ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د بیجنګ ناستې لپاره د افغان پلاوي په اړه له سیاسي ډلو او نورو خواو سره سلا مشورې شوې دي.
ښاغلي صدیقي وویل، دا ټاکل شوی پلاوی کولی شي د افغانستان، جمهوریت او هغو ټولو ارزښتونو دفاع وکړي چې په خوره لوړه بیا ترلاسه شوي او ساتل شوي.

د عکس سرچینه، PM Office
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره اوونۍ په کابل او اسلام اباد کې و.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی اوس هم پر دې باور دي چې د افغانستان شخړه له سیاسي لارې حل کېدلی شي.
خو د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب تېره اوونۍ کابل کې یوه خبري غونډه کې وویل، زلمي خلیلزاد د امریکایي پوهنتون د هغو استادانو د خلاصون په لړ کې سفرونه کړي چې دا مهال له طالبانو سره زندانیان دي.
د طالبان او امریکایانو ترمنځ د سولې د خبرو نهه پړاوه تر دې دمه ترسره شوي دي. خو تېره سپتمبر میاشت کې په کابل کې د طالبانو له یوه برید وروسته، چې یو امریکایی وګړی پکې ووژل شو، ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي توګه د دې خبرو د درولو اعلان وکړ.
له هغه راهیسې اروپایي ټولنې، ناټو او پاکستان د دې خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې ده، خو د امریکا حکومت تر دې دمه رسماً په دې اړه کوم اعلان نه دی کړی.



















