ولسمشر غني د جاپان د امپراتور د تاج په سرولو مراسمو کې

د عکس سرچینه، EPA
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او مېرمن یې رولا غني جاپان پرون د جاپان پلازمېنه توکیو په صنوبر ماڼۍ کې د دغه هېواد د نوي امپراتور ناروهیتو د تاج په سرولو مراسمو کې ګډون وکړ.
دې مراسمو کې د نړۍ د ۱۸۰ ډېرو هېوادونو مشرانو او چارواکو ګډون درلود.
د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د اعلامیې له مخې پر ولسمشر غني او لومړۍ مېرمن رولا غني سربېره جاپان کې افغان سفیر بشیر محبت هم دې مراسمو کې ګډون وکړ.
ناروهیټو نږدې شپږ میاشتې مخکې د جاپان سلطنت ته رسمي ورسېد او د دغه هېواد امپراتور شو.
د ارګ اعلامیه کې زیاته شوې:
جاپان او اافغانستان ښه او پخواني اړیکي لري او دغه هېواد تېرو ۱۸ کلونو کې له افغانستان سره مختلفو برخو کې اوڅاره همکاري کړې ده. جاپان د حکومتولۍ، پراختیايي پروژو پلي کولو او د افغانستان اړوند نړیوالو غونډو کوربتوب کې همکاري کړې ده او افغانستان کې یې ملاتړ د خلکو سره دی او ګټور دی.

د عکس سرچینه، Arg
ولسمشر غني هم له جاپاني رسنیو سره خبرو کې ویلي چې کاني زېرمو او ناویاتو کاني موادو کې د جاپان د پانګونې جلبولو هڅه کوي.
نوموړي د چاپېریال، ځنګلونو رغولو او د افغانستان سیمه ییز نښلولو په برخه کې د جاپان رول وستایه.
ولسمشر غني د جاپان د سیاسي ګوند له مشر ناتسو یاماګوچي سره- چې د حکومت ایتلافي دی- هم ولیدل.
یاماګوچي هم له افغان حکومت سره د سیاسي ملاتړ او همکارۍ ژمنه کړې ده.
جاپان د افغانستان یو لوی مالي ملاتړی دی.


















