'دفترونو او ادارو کې د مېرمنو د کار په اړه ذهنیتونه بدل شوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, محمد ابراهیم ساپی
- دنده, د بي بي سي خبریال
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، په دفترونو او دولتي ادرو کې د مېرمنو د کار په اړه د خلکو په ذهنیت کې د تېر پرتله بدلون راغلی دی.
د دې خوشبینۍ سره هم مهاله، ځېني بیا دا ویره لري چې د سولې په خبرو کې د دوی په لاسته راوړنو او وروستیو پرمختګونو معامله ونه شي.
افغان مېرمنو په تېرو نږدې دوه لسیزو کې ډېرې لوړی ژورې تېرې کړې دي. د ناامنیو، تاوتریخوالي او کلتوري ستونزو سره بیا هم داسې باورونه شته چې افغان مېرمنې په بېلابېلو برخو کې مهمې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیاله ناهید ایثار وايي، په وروستیو کلونو کې د مېرمنو د کار او فعالیتونو په اړه د مثبت لید لوری رامنځته شوی دی.
د مېرمن ایثار په خبره همدا اوس افغان مېرمني په بېلابېلو مهمو دولتي بستونو او ادارو کې کار کوي: "له سمبولیک حالت څخه د افغان مېرمنو حالت ورو ورو په وتلو دی. په ډېر کلیدي پوستونو کې موږ مېرمنې لرو چې خپله دنده پرمخ بیايي".

د عکس سرچینه، Getty Images
مېرمن ایثار وویل، د افغانستان د څلورو کلیدي او مهمو سفارتونو چارې د مېرمنو له خوا پر مخ بوول کېږي.
په همدې حال کې د افغان مېرمنو د بورډ مشره روشن څېړن په دې باور ده چې په اساسي قانون کې د دې موضوع ځایول چې د افغانستان ټول اتباع که هغه ښځه وي او که نر د قانون پر وړاندې یې حقوق مساوي دي د ښځو د پرمختګ لپاره یې ښه لار هواره کړې ده.
هغه وايي، مېرمنو ثابته کړی چې خپل مسولیتونه ښه ترسره کوي او دا کار کولی شي: "په لویه جرګه کې د مېرمنو اساسي رول ولوباوه، په قوانینو کې یې د بدلون لپاره پر هغو مادو ډېر تاکید وکړ چې د ښځو په ګټه وو".
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي شګوفه نورزی سره له دې چې په بېلابېلو برخو کې د مېرمنو پرمختګ ته خوښه ده، خو وايي، نه باید نور مېرمنې په ادارو کې په ټیټو بستونو کار وکړي بلکې د پرمختګ لارې دی ورته پرانېستل شي.

د عکس سرچینه، Shagufa Noorzai
نورزی وايي: "په ډاډ سره وایم چې له شپږو کلونو وروسته به افغانستان کې د مېرمنو په برخه کې ډېر لوی توپیر وګورو، که افغانو ښځو ته زمینه برابره شي، خپل استعداد او وړتیا ښیې".
د دې خوشبینۍ سره هم مهاله، یو شمېر ښځینه فعالانې بیا دا وېره لري چې د سولې په تړاو راتلونکو مذاکراتو کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ور نه کړي.
د راپورونو پر اساس اوس د افغانستان په ملکي ادراو کې ۲۷ سلنه مېرمنې کار کوي.
بي بي سي د ۲۰۱۹ کال د سلو الهام بخښونکو او اغیزناکو ښځو نوملړ خپور کړی دی. په دې نوملړ کې د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار د ښاروالې ظریفې غفاري نوم هم راغلی دی.
بي بي سي هرکال په دې لېست کې د نړۍ له هرې برخې هغه ښځې راټولوي چې کار او هڅو یې په ټولنه کې مثبت بدلون راوستی وي او نورو ښځو او نجونو ته الهام وربخښي.




















