برتانیا کې یو افغان د پخوانۍ مېرمنې او خواښې په وژنه په عمري بند محکوم شو

عوده

د عکس سرچینه، West Midlands Police

د عکس تشریح، عوده د خپلې مور په ملتیا له جانباز پولیسو ته شکایت کړی و.
د خپرېدو وخت

برتانیا کې یو افغان وروسته له هغه په عمري بند محکوم شو چې د خپلې پخوانۍ مېرمنې او د هغې د مور په "بې رحمانه" وژلو یې اعتراف وکړ.

۴۹ کلنه خوله سلیم او ۲۲ کلنه رنیم عوده د اګست په ۲۷مه په سوليهول کې د مېرمن سلیم له کور بهر وژل شوې وې.

اغلې عوده له ۲۱ کلن جانباز ترین سره په اسلامي ډول واده کړی و، خو هغه مهال ترې جلا شوه چې خبره شوه په افغانستان کې بله مېرمن او ماشومان لري.

ترين چې ټوله ورځ یې اغلې عوده او د هغې مور لټول په داسې حال یې ګير کړې او بريد يې پرې وکړ چې دوی له پولیسو سره په ټلېفون خبرې کولې.

د دوی له وژلو وروسته وتښتېد، خو درې ورځې وروسته ونيول شو.

"د ټولې کورنۍ له منځه وړل"

کور

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د خپل کور څنګ ته دا مېرمنې وژل شوې وې.

ترين په محکمه کې د اغلې عوده- چې د خاپوړو ماشوم لري- او د هغې د مور په وژلو اعتراف وکړ.

هغه په عمري قید محکوم شو، چې لږ تر لږه موده یې ۳۲ کلونه دي.

محکمه کې د اغلې سلیم خور نور نوريس د قرباني اغېز بیانیه په نوم وینا کې وویل: " د زړه ماتو کسانو نوملړ اوږد شو اوږد شو. هغه شپه دغه وژونکي يوه بشپړه کورنۍ له منځه یوړه".

هغې زیاته کړه " اجازه راکړئ هغوی چې ښځې ښکنځي او وژني دا پیغام ور کووم چې دوی له عدالت سره مخ کېږي".

اړوند قاضۍ ترين ته وویل، چې خپل جنایت سره یې قرباني کورنۍ له منځه یووړه.

هغې زیاته کړه: " کله چې اغلې سليم د خپلې لور د ژغورلو هڅه کوي نو وهل کېږي، تا هغه هم وهلې، په داسې حال کې چې هغه په رنیم سرېښ وه او هغه يې له څنګلې نيولې او له ځان سره يې راکاږله".

قاضۍ زیاته کړه: " ستا وروستی اقدام دا و چې رنیم دې بیا وهلې، وړاندې له دې چې وتښتې دوه ځله دې سينې ته وهلې".

نارسمي واده

ر

د عکس سرچینه، WEST MIDLANDS POLICE

د عکس تشریح، عوده وروستیو کي خبره شوې وه چې ۲۱ کلن جانباز ترین افغانستان کې بله مېرمن هم لري.

د پولیسو د يوې خپلواکې ادارې له خوا دا وژنه لا هم څېړل کېږي.

پر اغلې عوده او د هغې پر مور په خپل کور کې بريد شوی او ځای پر ځای په صحنه کې وژل شوې.

وروستيو څېړنو ښودلې چې هغوی د ګڼو ګوزارونو له ټپونو وژل شوې دي.

ترين او اغلې عوده په سولېهل پوهنتون کې سره اشنا شوي وو او په اسلامي ډول يې په ۲۰۱۶ کال کې واده کړی و، خو د دوی واده د برېتانیا په قوانینو کې په رسمیت نه و پېژندل شوی.

اغلې عوده چې له پخواني واده يې دوه کلن زوی درلود د شپږو اولادونو له مور اغلې سليم سره یو ځای په سوريه کې زیږېدلې وه.

اغلې عوده له وژل کېدو څو اونۍ وړاندې هغه مهال له ترين جلا شوه چې خبره نوموړی په افغانستان کې مېرمن او ماشومان لري.

هغه به اغلې عوده ته د خپل واده پر مهال هم ښکنځلې کولې او بيا بيا يې په څپېړو هم وهله.

نوموړې وروسته د هغه پر خلاف د نه مزاحمت غوښتنه هم ثبت کړې وه.

"وژنم دې"

ر

د عکس سرچینه، WEST MIDLANDS POLICE

پولیس وايي، ترین هغه شپه اغلې سلیم او د هغې لور تعقیب او بیا یې ګیر کړې دي.

د پولیسو په وینا چې دوی له اغلې عوده سره په تماس کې وو او هڅه يې کوله چې ځان ور ورسوی، خو له دوی وړاندې ترين ځان ور رسولی و.

اغلې نوريس چې اوس د اغلې عوده د زوی پالنه کوي وايي د دغه يوه کلن واده لومړۍ شپږ مياشتې په پټ ځور کې تېرې شوې.

هغې زیاته کړه: " هغه بیا بیا نومړې ګواښلې او ورته ویلي يې دي چې که مې پرېږدې تا او ستا کورنۍ وژنم".

اغلې نوریس زیاتوي: " یوه ورځ هغې ماته وویل چې زه احساس کوم ژوند مې نور ختم دی".

اغلې عوده د خپل ماشوم د ساتنې په موخه له خپلې مور سره اوسېده.

ترین

د عکس سرچینه، West Midlands Police

د عکس تشریح، جانباز ترین له درې ورځو تېښتې وروسته ونیول شو.

دوی په یوه ځای کې د چلم څکولو مرکز ته ورغلي وو، همالته ترين بيا بيا اغلې عوده په مرګ ګواښلې.

له هغه ځایه له وتلو وروسته هغه چاقو پیدا کړی او د اغلې سلیم کور ته ورغلی او هلته يې له دروازې بهر اغلې عوده په ګوزارونو وژلې او بیا يې په اغلې سلیم ګوزارونه کړي.

د پټو کمرو تصویرونو ښودلې چې له وژلو وروسته ترین تښتي او د مېډلنډ پولیس د هغه لټه پیلوي.

اغلې نوریس دا هم وايي چې پوليسو کافي اندازه هڅه ونه کړه تر څو هغوی له مرګه وژغوري.

هغه وايي، اغلې سلیم ډېره ښه ښځه وه او په خپله ټولنه کې يې ډېر ښه شهرت درلود، چې له بې کوره خلکو سره یې همکاري کوله او د بې وزلو او اړمنو لاسنیوی یې کاوه.