پکتیا کې د سلګونو رواني ناروغانو لپاره یوازې یو ډاکټر

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نصرت الله تصل
- دنده, بي بي سي پکتیا
- د خپرېدو وخت
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ويلي، نژدې ٥٠ سلنه افغانان چې د هېواد نيمايي جوړوي په يو ډول نه يو ډول له رواني ناروغيو کړيږي. وزارت دا خبره د رواني روغتيا له نړيوالې ورځې سره هم مهاله کړې چې نن ده.
تاوتريخوالى او جګړې، بې وزلي او بې روزګاري او ککړ چاپيريال هغه لاملونه بلل کېږي چې وايي، خلکو یې له امله خپله رواني روغتيا بايللې ده.
پکتیا کې د بي بي سي خبریال نصرت الله تسل يوه اونۍ د دې ولایت مرکزي روغتون کې تېره کړې چې د رواني ناروغانو وضعيت او درملنه انځور کړي.
دی وايي، د سرک غاړې ماینونو، د شپې چاپو، وسله والو جګړو او هوايي بمباریو ورځ تر بلې د خلکو ژوند تریخ کړی دی.
په سوېل ختیځ پکتیا کې ولایتي ملکي روغتون، هغه ځای چې په اوسط ډول د میاشتې ۷۰۰ رواني ناروغان ورځي.
د وزیرګل په مستعار نوم د زرمت یو ځوان کال وروسته پر خپلې ناروغۍ پوه شوی او له اونیو انتظار وروسته توانیدلی چې په مرکز ګردېز ته د درملنې لپاره راشي.
دی وايي: "تېره پنجشنبه ډاکټر ته راتلم خو د جګړې له امله ځنډېدم، تردې پنجشنبې مې چې کومې سختې شپې تېرې کړي، هغه یو خدای ته معلومه ده."
وزیر ګل زیاتوي: "پریشانۍ دي، هر وخت مې سر درد کوي، ډاکټر درمل راکړه، سهار او ماښام له کوره وتلی نه شو، سهار جګړه، ماښام جګړه. اونۍ کې دوه یا درې ورځې جګړه نشته نور نو ټوله اونۍ جنګ وي."

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټرانو بي بي سي ته ویلي، دوی ته ورتلونکي ډېری ناروغان له رواني ستونزو کړیږي چې نژدې نیمايي یې بیا د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د پکتیا دا ولسوالۍ د جغرافیې له اړخه تر ټولو لویه خو ناامنه ده. هغه سیمه چې په کې تودوجګړو له مرګ ژوبلې ور ها خوا ډېر خلک په رواني ناروغیو اخته کړي دي.
په ملکي روغتون کې په رواني ستونزو د اخته سړیو او مېرمنو دواړو ګڼه ګوڼه ډېره لیدل کېږي خو مېرمنې یې د کلتوري محدودیتونو له امله له سړیو او سړي یې د وسله والو له وېرې رسنیو سره نه غږیږي.
وطن ګل او ګلالۍ د زرمت دوه اوسېدونکي د ډاکټر ګران لیدو ته راغلي او وايي، د ولسوالۍ حالت یې تر دې حده خراب دی چې هېڅ کلیوال یې ارام زړه نه لري.
"د شپې جنګي چورلکې راځي، د ماشومان په ګډون ټول بې خوبه او نا ارامه یوو. د ورځې مو یو وهي او د شپې مو بل ډبوي. د ورځې ښار او د ښار څنډو کې ډزې وي، خلک ښار ته نه شي راتللی."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو سلګونو دغو مراجعه کوونکو ناروغانو ته د پکتیا حوزوي ملکي روغتون د رواني ناروغیو د درملنې یوازې یو ډاکټر لري .
په یاد روغتون کې د رواني برخې ډاکټر شاه محمود ګران وايي، ډېری ناروغان یې له زړه تنګۍ، ستړي ژوند، ویرې او غوسې شکایتونه کوي.
دی زیاتوي: "میاشت کې له شپږو تر ۷۰۰ پورې رواني ناروغان راځي، ډېری یې له جګړه ځپلو سیمو دي، لکه زرمت، ځکه هلته جګړه ده."
د پکتیا ملکي روغتون دغه یوازینی ډاکټر د اعصابو ابتدايي درمل ورکوي. دغه روغتون د رواني ناروغانو لپاره بسترهم نه لري او د روغتیا پالانو ډېری پام د جګړې پر ټپیانو ورټول دی.



















