تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزني: ډرون بريد کې د شپږو ولسي وګړو وژل کېدو پر ضد اعتراض
د غزني چارواکي وایي، د دې ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې تېره شپه بې پیلوټه الوتکې شپږ ولسي وګړي وژلي دي. ولایتي چارواکي وایي، په دې برید کې وسله وال طالبان په نښه شوي وو.
د غزني والي وحید الله کلیمزی وایي، د غزني لپاره د طالبانو والي ملا عبدالحنان هم د تېرې شپې په هوايي برید کې د خوګیاڼو په ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
وسله والو طالبان مني چې وژل شوي خلک ملکیان دي او ځان ته اوښتې تلفات نه مني.
نن یکشنبه د همدې ولسوالۍ لسګونو وګړو د اعتراض په بڼه غزني ښار ته د شپږو وژل شویو جسدونه راوړي وو او په تړاو يې د پلټونو غوښتنه کوله.
په ښار کې دې اعتراض کوونکو د مرګ پر امریکا شعارونه هم ورکول.
د غزني والي هم مني چې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي په یوه رسنیزه غونډه کې وویل چې د خواجه عمري ولسوالۍ د ده حاجي په کلي کې وسله وال طالبان په نښه شوي وو چې په خوا کې یې شپږ ولسي وګړي هم وژل شوي دي.
دی وايي،"وسله وال مخالفین یوه باغ کې د تېښتې په حالت کې وو چې برید پرې شوی او په پایله کې پنځه وسله وال مخالفین له منځه تللي چې ورسره په خوا کې یو شمېر ملکي خلک هم مړه شوي دي."
نوموړی وايي ددې پېښې د څېړلو لپاره یوه کمېټه ټاکل شوې چې ډېر ژر به یې په بې پلوي ډول وڅیړي.
د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې په تېرو څو میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ملګرو ملتونو هم په دې وروستیو کې د ولسي وګړو پر مرګ ژوبله اندېښنه ښودلې.
د بي بي سي یوې څېړنې په دې وروستیو کې وموندله چې په افغانستان کې په روانه جګړه او تاوتریخوالي کې هره ورځ په اوسط ډول ۷۴ کسان وژل کېږي.