د غزني غشي ویشتونکي

د خپرېدو وخت

د افغانستان په غزني کې د غشي وېشتنې سیالۍ شوې چې د بدر په نامه ځايي لوبډلې وګټلې. په دغو سیالیو کې نژدې ٣٠ غشي ويشتوونکو برخه اخیستې وه.

دا سیالۍ د نوي لمريز کال د رانژدې کېدو په پلمه جوړې شوې وې. غشې وېشتنه لرغونې لوبه ده خو لوبغاړي يې وايي د چارواکو له خوا پام نه پرې کېږي. فرید نظري پرې رپوټ لري.