د ارګ جومات کې د افغانستان د حج او اوقافو وزیر "سپکاوی"

د عکس سرچینه، Social media
د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د تېرې جمعې لمانځه پرمهال د ولسمشرۍ ماڼۍ جومات کې د ولسي جرګې پخواني وکیل ملا تره خېل محمدي او د هغه نورو پلویانو د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب ته سپکاوی کړی او فزیکي شخړه یې ورسره کړې ده.
بي بي سي ته د حج وزارت پر فېسبوک پاڼه دغه وزارت خپره شوې خبرپاڼه تایید کړې او وايي سرپرست وزیر مولوي عبدالحکیم منیب په 'سپکاوي' کې ښاغلي تره خېل ته نژدې ځینې نور کسان هم ښکېل وو.
دغه وزارت ویلي، "دغو زورواکو له دې پېښې وړاندې هم څو ځلې له خپل ټوپک او زوره د غیر قانوني ګټې اخیستنې هڅه کړې او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وزیر یې ګواښلی دی".
په خبرپاڼه کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني ددې پېښې جدي څېړنه غوښتل شوې ده.
د حج او اوقافو وزیر وایي چې له کومې مقدمې پرته د ښاغلي تره خېل او وروڼو له لفظي او فزیکي شخړې سره مخ شو، خو د ده په خبره د "حج له بهیره مخکې ملا تره خېل حج ته د یوشمیر خپلو کسانو د لیږلو غوښتونکی و."
عبدالحکیم منیب وایي، د یوه لیک له لارې یې له ولسمشر نه د ملا تره خیل د محاکمې او له ولسي جرګې د هغه د دوو وروڼو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
بل پلو، ملا تره خېل محمدي بیا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "د جمعې په ورځ یې له ښاغلي منیب سره په کاري مسائلو او د خپل ولس د حقونو په اړه غږېده چې خبرې په لفظي شخړې واوښتې".
د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې پېښه تایید کړې ده.
ملا تره خېل محمدي په ولسي جرګه د شپاړسمې دورې وکیل و. هغه په اولسمه دوره کې له هغو ۳۵ کسانو و، چې نومونه یې د ټاکنو کمېسیون له خوا د شکایتونو کمېسیون ته واستول شول او په دې سره په ټاکنو کې له ګډون کولو محروم شول.
پر دغو کسانو تور و چې ګني له نامسؤولو وسله والو سره اړیکې لري.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوه وزیر له سپکاوي او فزیکي شخړې شکایت کوي.

د افغانستان ولسي جرګه کې په تېرو څو کلونو کې د لفظي او فزیکي شخړې او یو بل سره د لاس اچولو رپوټونه ورکړل شوي، چې ان ځینې غړي پکې ټپي شوي هم دي.
د ۱۳۹۱ کال د مرغومي پر ۲۵مه (۲۰۱۴ جنوري ۱۴مه) په ولسي جرګه کې د ۱۱ وزیرانو د استیضاح مسالې پرسر د پلویانو او مخالفو وکیلانو ترمنځ راپورته شوه.
د روان ۲۰۱۹ کال مې میاشت کې د ولسي جرګې لپاره د نوي رییس د ټاکلو پر سر لانجې څلورمې ورځې ته غځېدلې وې، چې بالاخره د ریاست ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو د پلویانو او مخالفو وکیلانو ترمنځ لانجه فزیکي شخړې ته ورسېده.



















