
د ولسي جرګې د تېرې دوشنبې ورځې غونډې ته څلور وزیران نه وو ورغلي.
د افغانستان ولسي جرګې د کمیسیونونو د رییسانو په غونډه کې تر لفظي شخړې وروسته له یو بل سره لاس اچول شوی او یو غړی په کې ټپي شوی دی.
د جرګې یوه غړي بي بي سي ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وویل، شخړه د ۱۱ وزیرانو د استیضاح مسالې پرسر د پلویانو او مخالفو وکیلانو ترمنځ راپورته شوه.
د تېرې دوشنبې په ورځ د جرګې غونډه وروسته تر هغه بې پایلې شوه، چې څلور وزیران د استیضاح لپاره جرګې ته نه وو ورغلي.
د وزیرانو د استیضاح مساله داسې مهال راپورته شوې، چې شاید په یوڅو ورځو کې د جرګې غړي په ژمنیو رخصتیو ولاړ شي.
خو د جرګې غړي د وزیرانو د استیضاح په اړه پر دوو ډلو وېشل شوي، چې ځینې یې استیضاح کول غواړي او ځینې نور یې بیا نه غواړي.
وړاندې د جرګې پرېکړه دا وه، هغه وزیران باید استیضاح شي، چې په ۱۳۹۰ کال کې یې تر پنځوس سلنې کمه پرمختیايي بودیجه لګولې ده، خو دا چې څلور وزیران په ۱۳۹۰ کال کې د اوسنۍ کابینې وزیران وو؛ ځکه نو د ولسي جرګې د تېرې دوشنبې ورځې غونډې ته نه ورنغلل.
یوازې د دفاع، کورنیو چارو، لوړو زده کړو او ښاري پراختیا وزیران د جرګې غونډې ته نه وو ورغلي.
خو د اطلاعاتو او کلتور، سوداګرۍ، نشه يي توکو ضد، کانونو، اقتصاد، پوهنې او اوبو او انرژۍ وزیران د جرګې غونډې ته ورغلي وو.
په پام کې ده چې پر راتلونکې شنبې د ولسي جرګې د کمیسیونونو رییسان د ټولو وزیرانو د استیضاح په اړه پرېکړه وکړي، خو شاید د هغوی دغه تاوتریخجن اختلاف د واحدې پرېکړې د کولو خنډ وګرځي.












