بلخ کې داسې نازک خټکی چې یوازې سهار او ماښام شکول کېږي

د خپرېدو وخت

د افغانستان شمال ته بلخ کي چارواکي وايي، د تېر کال پرتله دغه ولایت کې د خټکي یا خربوزې تولید ۲۰ سلنه ډېر شوی دی. تراوسه ۲۰۰ زره ټنه خټکی دغه ولایت کې ټول شوی او د ټولولو بهیر یې لا هم روان دی.

انځورونه په بلخ کې د بي بي سي د خبریال حمید فهیم دي.

خربزه
د عکس تشریح، سږ کال د افغانستان شمال کې پر یو لک یا سل زره جریبه ځمکه خټکی او هندواڼه کرل شوي دي.
خربزه
د عکس تشریح، د مزار شریف ښار لوېدیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د کوشکک د خوږو اوبو کروندې د لوبلايي په نوم د خورا ښه خټکي کرلو ته ښې جوړې دي.
خربزه
د عکس تشریح، لوبلايي خټکی بازار ته د وړلو لپاره تیار دی.
خربزه
د عکس تشریح، دا خټکی د نازک او اوبه پوټکي له امله یوازې سهار او ماښام ټولېږي.
خربزه
د عکس تشریح، د دې سیمې کرنګر وايي، له پلار نیکه ورته د لابلايي خټکي کرل ور پاتې دي.
افغانستان
د عکس تشریح، سږني پسرلي کې ښه ورښت د افغانستان شمال کې د هندواڼې او خټکي ښه تولید ته لار برابره کړې ده.
افغانستان
د عکس تشریح، د مزار ښار په څنډه کې د خټکیو پلورنځی
خربزه
د عکس تشریح، د ځايي چارواکو په خبره، هره ورځ له بلخ نږدې ۳۰۰ ټنه خټکی ځنګلورو ولایتونو او پاکستان ته لېږدول کېږي.
خربزه
د عکس تشریح، لوبلايي خټکی یوازې بلخ کې کرل کېږي
افغانستان
د عکس تشریح، بلخ افغانستان کې د خټکي د حاصلاتو یو مرکز دی.

.