تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان کمانډو د طالبانو له زندانه ۱۵ کسان خوشي کړي
د افغانستان امنیتي چارواکو تایید کړې چې په کندوز ولایت کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۵ افغان امنیتي سرتیري او عام وګړي خوشي کړي دي.
د ځانګړو ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې زندان مات کړی او امنیتي سرتیري یې ترې ازاد کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې د طالبانو د زندانیانو اړوند کمېسیون بي بي سي ته ویلي و چې له دوی سره شاوخوا درې زره افغان ملي اردو، پولیس او دولتي کارکوونکي بندیان دي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه رپوټ کې ویلي و، د دې بنسټ څېړنې ښيې چې طالبان له بندیانو سره ناوړه چلند کوي.
دې ادارې په خپل رپوټ کې له بندیانو سره د طالبانو چلند شکنجه بللې وه او داسې ادعاوې یې هم کړې وې چې وايي طالبانو ځینې بندیان وژلي هم دي.
طالبانو بیا دا رپوټ غرضي او ناسم بللی و او زیاته کړې یې وه چې دا رپوټ یو اړخیز دی. طالبانو پر یوناما نیوکه کړې وه چې ولې د افغان دولت او امریکا اړوند زندانونو په اړه رپوټ نه چمتو کوي.
یوناما زیاته کړې وه چې له طالبانو سره بندیان په 'ناوړه شرایطو' کې ساتل کېږي او اړ دي چې ځینې 'اجباري' کارونه ترسره کړي.