''زابل کې د طالبانو برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي دي''

زابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د زابل ولایتي شورا چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت مرکز کلات کې د وسله والو طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۶ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د زابل ولایت شورا د مشر په خبره وسله والو طالبان تېره شپه شاوخوا لس بجې د مرکز کلات اړوند د 'سپینې غبرګې' سیمه کې د پولیسو پر یوه قرارګاه برید وکړ.

د راپورونو له مخې له څو ساعته جګړې وروسته طالبانو د دوو ساعتونو لپاره پر یاد مرکز ولکه ټینګه کړه او ځینو برخو ته یې تر اور اچولو وروسته بېرته پر شا شوي دي.

خو بل خوا د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال بي بي سي ته دا رد کړه چې ګنې ۱۶ تنه وژل شوي او پوسته هم د طالبانو له خوا نیول شوې.

نوموړي زیاته کړه چې د تېرې شپې په نښته کې پنځه تنه افغان سرتېرو ته مرګ ژبله اوښتې. ښاغلي سیال د دای چوپان ولسوالۍ کې شوې جګړه تایید کړه، خو د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

وسله وال طالبان بیا وایي، تر څو ساعته جګړې وروسته یې د مرکز کلات اړوند د 'سپینې غبرګې' سیمه کې د پولیسو یو مرکز د دوی لاسته لویدلی.

د دغه ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وایي دغه جګړه کې ۲۰ حکومت پلوي ځواکونه وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیولی دی.

له دې مخکې د زابل د ولایتي شورا مشر عطا جان حق بیان وویل:

"د شپې له خوا د سپینې غبرګې قرارګاه سقوط کړی. په دې کې دوه تنه جنګېدل چې هغه وروسته بیا تسلیم شوي. ۱۶ تنه وژل شوي، طالبانو دا قرارګاه د دوو ساعتونو لپاره په خپل کنټرول کې راوستې وه چې سهار بیا پولیس ور ورسېدل."

د زابل د ولایتي شورا مشر زیاتوي، وسله والو د دغه ولایت 'دای چوپان' ولسوالۍ کې هم تېره شپه جګړه کړې خو په سیمه کې د مخابراتي شبکو د نشتون له کبله د سر زیان په اړه مالومات موندل ګران دي.

بل لور ته د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري بي بي سي ته وویل د سمنګان ولایتي شورا غړی سید حلیم سادات وسلوالو طالبانو وژلی دي.

نوموړی وايي، سید حلیم مرکز کابل ته په لاره و چې وسله والو طالبانو د سمنګان- بغلان ترمنځ چشمه شېر سیمه کې له موټره ښکته کړی او څو ساعته وروسته یې وژلی دی.

زابل

د عکس سرچینه، MINISTRY OF DEFENSE

د عکس تشریح، افغان ځواکونو مې میاشت کې ادعا وکړه چې زابل کې یې د طالبانو له بنده یو شمېر کسان راخوشي کړي دي

چشمه شېر د بغلان مرکز پلخمري ته نژدې پرته سیمه ده چې طالبان یې شاوخوا فعاله دي او کله نا کله پر لویه لار هم دولتي چارواکي او کاروانونه په نښه کوي.

بل لور ته د د غزني ولایت ویاند عارف نوري وايي، تېره شپه د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ ده ملا کلي کې د یوه هوايي برید پایله کې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي دي.