تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: که بیا ولسمشر شم، د اجرائیه ریاست څوکۍ له منځه وړم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې یو ځل بیا ولسمشر شي نو د اجرائیه ریاست اوسنۍ څوک یا پوست، چې د ده د حکومت په پیل کې رامنځته شوی و، له منځه وړي.
په کابل کې تېره شپه له طلوع نیوز تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ولسمشر غني وویل، پنځه کاله وړاندې یې د افغانستان شرایطو او ملي لومړیتوبونو ته په کتو سره، او د دې لپاره چې ملي سیاسي اجماع رامنځته شي، د اجرائیه ریاست څوکۍ ومنله او پر هغه پرېکړه پښېمانه نه دی.
خو ولسمشر غني زیاته کړه، افغان حکومت نور د اجرائیه ریاست څوکۍ ته اړتیا نه لري. نوموړي وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د اجرائیه ریاست د حکومت په چارو کې (چېلک اندازي) او کوله او ډېر ګټور تمام نه شو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ''د بې قید او شرطه خبرو اعلان، اوربند، نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکول او د متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره څرګندې خبرې د دې سبب شول چې د سولې خبرې تر دې ځای ورسېدې. ''
نوموړي مرکه کې وویل :
''د قطر خبرو کې زموږ شتوالی مهم نه دی، بلکې په مخامخ خبرو کې زموږ ګډون مهم دی. له موږ پرته څوک د سولې یو تړون لاسلیکولای شي؟ د یوه دولت او یوه غیر دولتي بنیاد تر منځ توافق څه حقوقي حیثیت لري؟ څرګند حقوقي حیثیت نه لري! ''
ښاغلي غني زیاته کړه: ''د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو اساسي شریک د افغانستان دولت دی چې څرګند تړونونه ورسره لري، چې شفاف دي او د افغانستان له مقننه قوې تصویب شوي دي. ''
د ولسمشر غني له دې خبرو مخکې د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، نن (پنجشنبه اګست ۲۲) په قطر کې د امریکا مرکچي پلاوي او طالب استازو تر منځ د سولې خبرو نهم پړاو پیل شو.
ښاغلي مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دې خبرو کې د طالبانو مداکراتي ټیم مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي او د امریکا متحدو ایالتونو د مرکچي پلاوي مشري به د افغانستان سولې خبرو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر کوي.
بل لور ته ښاغلی غني په همدې مرکه کې وايي، د افغان حکومت له موافقې پرته د خلیلزاد ټاکنه ممکنه نه وه:
''موږ سره نه یوازې مشوره شوې، بلکې د وېټو یو حق مو درلود. د اجماع برخه کې د افغانستان سیاسیونو بېړه وکړه. په دوحه کې زموږ شتوالی ضرور نه دی، خو په مخامخ خبرو کې زموږ شتوالی مهم دی، ځکه د افغان حکومت له موافقې پرته د سولې هوکړه بل څوک نه شي لاسلیکولای. ''
نوموړی وايي، که د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه نهايي کېږي، متن به یې د خبرو لپاره له دوی سره شریک شي او خبرې به ورسره پرې کېږي '' د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې په تړاو له تازه خبرو مخکې له موږ سره مفصلې خبرې شوې او له افغان دولت سره نوې هوکړې ته اړتیا نه شته. ''
ښاغلی غني وايي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې اصلاحات د دې سبب شوي، چې د احتمالي هوکړې پر بنسټ د یو شمېر امریکايي ځواکونو وتلو له کبله به کوم لوی امنیتي بدلون رانشي:
''له طالبانو سره د خبرو پيل وخت ټاکنه زموږ په واک کې نه ده، ځکه د امریکايي مرکچي ټیم له لوري د خبرو نهايي کېدو مهال څرګند نه دی او د دې خبرو له بریا وروسته زموږ له لوري کومه ممانعت نه شته او په څو ورځو مودې کې د افغانستان له لوري مرکچي پلاوی چمتو کېږي. ''
د ښاغلي غني له دې خبرو مخکې پرون چهارشنبه په قطر دفتر کې د طالبانو دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي و'د سیاسي لوریو لخوا د بین الافغاني خبرو د پلاوي د نومونو پټول یا د اختلاف له کبله دی او یا هم د ځانګړو کړیو په واک کې ده:
''ښاغلي شاهین پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي و، 'ځکه نو د ټولو لوریو مشترک ټیم نه بلل کېږي او نه هم د پرېکړې واک او د سیاسي جهتونو ملاتړ لري. ''
خو ولسمشر غني نن وویل، ځکه د ټیم نومونه نه اعلانوي چې په وینا یې 'د اماراتو فاجعه بیا تکرار نه شي. '
نوموړی وايي، ''د افغانستان مرکچي ټیم به عین هغه وخت اعلانېږي چې خبرې پیل شي او دوی سملاسي لاړ شي او خبرو ته کېني. ''
نوموړي له طالبانو سره په تېر کې د خبرو لپاره د ۲۵۰ کسانو پلاوي ته په اشارې سره وویل، هغه د حکومت پر ځای د سیاستوالو پرېکړه وه او دی په دې برخه کې له طالبانو سره موافق دی چې هغه پلاوی یې (د واده ورا بلله.)
ښاغلی غني وايي، که له طالبانو سره سوله هم وشي، هوکړه به یې د افغانستان له پارلمان او خلکو منظورۍ ته اړتیا لري چې وخت نیسي او په داسې حال کې د ټاکنو ځنډولو ته اړتیا نه پاتې کېږي.