افغانستان کې د 'شنو زرو' الو وېرا بوټي کاروبار په غوړېدو دی

الو وېرا
د عکس تشریح، الو وېرا، هغه کرنیز محصول چې په لومړي ځل د تالقانو په ګل خونو کې تولید شوی، او بازار ته وړاندې شوی دی.
د خپرېدو وخت

د تخار مرکز تالقانو له ګل خونو په لومړي ځل د الو وېرا بوټي حاصلات د تالقانو، کندوز او مزار شریف بارزارونو ته رسېدلي دي. د الو وېرا کرکېله، چې یو صنعتي دارویي بوټی دی، د افغانستان په شمال ختیځ تخار ولایت کې ښه نتیجه ورکړې او کروندګر یې په ځان ورمات کړي دي.

که څه هم الو وېرا په افغانستان کې کم پېژندل شوی بوټی دی، خو هیله دا ده چې د کروندو زیاتوالي سره به یې کارونه (مصرف) او بازار وغوړېږي.

د کرنيزو چارو یو کارپوه چې دغه بوټی یې له هراته تخار ته راوړی وايي په نړیوالو مارکیټونو کې یې ښه باراز لري او په افغانستان کې به د دغه بوټي کروندو ډېرېدل د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.

د الو وېرا د ګل خونو مسؤول وايي له دغه بوټي د ترلاسه شویو حاصلاتو کچه، له نورو بوټو، ان له کوکنارو او انجې هم لوړه ده.

شمال ختیځ کې د بي بي سي خبریال زلمی اشنا چې د تخار مرکز تالقانو یوه لرې سیمه کې د الو وېرا ګل خونو او په ښار کې د خرڅلاو هټیو ته ورغلی وايي کروندګر د ډېرې ګټې تر لاسه کولو لپاره ددغه دارويي بوټي کرلو ته لېواله شوي.

د شنو زرو پېژندنه او بازار موندنه

الو وېرا، هغه کرنیز محصول چې په لومړي ځل د تالقانو په ګل خونو کې تولید شوی، او بازار ته وړاندې شوی دی.

فهیم الله فرخاری، له یوې اونۍ راهیسې، د تالقانو ښار په څنډو کې ګرځې راګرځي او د یوه کرنیز محصول لپاره چې پېرېدونکي ته ناشنا دی، د بازارموندنه کوي.

د کارونې له لارې چارې رانیولې، بیا تر ګټو پورې، هغه مالومات دي چې پرېدونکي هڅوي، ویې وپېري او ویې وپلوري.

له یوه کاله راهیسې، الوویرا د تالقانو په هټیو کې موندل کېږي، په ځانګړې توګه د بنجارې په هټیو کې. اصلي پېرېدونکي یې ښځې او نجونې دي، چې د پوټکي روڼوالي لپاره یې کاروي.

الو وېرا
د عکس تشریح، الوویرا، په بشپړه توګه صنعتي بوټی دی، چې په وچه او شګلنه ځمکه وده کوي او لږو اوبو ته اړتیا لري. چین، ایران، پاکستان، هند او متحده عرب امارات یې الوویرایی محصول تولیدونکي هیوادونه دي.

ددغه بازار یو هتیوال احمد جاوید شریفي وايي مخکې به یې د الوویرا پاڼې په لوړه بیه، له کابل او هرات ولایتونو را غوښتلې، خو اوس په تالقانو ښار کې تولیدیږي او بازار ته وړاندې کېږي.

کوثر، په یوه بنجاري هټۍ کې د سودا په رانیولو بوخته ده، دا په دې وروستیو کې د الوویرا له ګټو خبره شوې. وايي په انترنټ کې یې په اړه، لوستي، هغه اوس خوښ ده چې دغه دارويي بوټي ته یې لاسرسی اسانه شوی.

الوویرا، څوکلن بوټی دی، پرېړې او غوښنې پاڼې لري، اوږده ده او د پاڼو څنډې یې تېرې زخې لري. په ځینو هیوادونکو کې ورته تلپاتی بوټی، دارویي بوټی، د ملکې بوټی او دښتي زنبق هم وايي.

الوویرا چې د افریقایی سیمو ځانګړی بوټی دی، له ګاونډي هیواد ایرانه د افغانستان هرات ، بیا کابل او وروسته تخار ولایت ته راوړل شوی دی.

په تالقانو کې له ازمایښتي پړاوه اووښتې او اوس ددغه ښار لویدیځه خواته د مجنون کلي په ګل خونو کې روزل کېږي.

همدا اوس د الوویرا د ګل خونو مسوول داد محمد، د ګل خونې په ۴۵ درجې ګرمه هوا کې، د هربوټي بیخ ته خاوره را ټولوي چې له را لوېدو یې مخنیوی وشي.

هغه ۸ میاشتې وړاندې د الوویرا نږدې ۴ زره بوټې په ۱۲ بسوه ځمکه، دوه ګل خونو کې کېنولي، اوس یې د حاصل تر لاسه کولو وخت دی، کارتن یې یو د بل پسې له ګل خونې د باندې وړل کېږي.

الو وېرا
د عکس تشریح، څېړنو ښوولې چې د الوویرا عوایید، له کوکنارو او ان له انجو هم ډېر دي

دی وايي په درېیو اوونیو کې ۳ زره پاڼې پلورل شوې، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ زره افغانیو ته رسېږي.

داد محمد وايي د پاڼو خرڅولو سربېره، یې بوټو څلور زره بچګي یا وړې پاڼې هم کړي چې هره یوه یې په سل افغانۍ پلوري.

دی هیله من دی، چې دوه وارې حاصل به یې، ټول لګښتونه پوره کړي، تر شلو کلونو پورې چې نور حاصل ورکوي، بې زحمته ګټه به یې وي. ځکه د هغه په خبره، دا په بشپړه توګه اورګانیک یا ستنډرډ کرنیز محصول دی، چې له کیمیاوي توکو په ځانګړې توګه له کیمیاوي سرې پرته وده کوي او حاصل ورکوي.

الوویرا، په بشپړه توګه صنعتي بوټی دی، چې په وچه او شګلنه ځمکه وده کوي او لږو اوبو ته اړتیا لري. چین، ایران، پاکستان، هند او متحده عرب امارات یې الوویرایی محصول تولیدونکي هیوادونه دي. ددغه بوټي له ژیل څخه، د درمل جوړونې په صنعت، د سینګار توکو، د مینځلو او څښاک په تولید کې هم ترې کار اخیستل کېږي، چې لوړه بیه لري.

انجنیر حکمت الله احدي چې دغه بوټی یې له هراته تخار ته راوړی هڅه کوي چې کرکیله یې دود کړي. هغه ډاډ ورکوي چې نړیوالو بازارونو کې الویروا ته اړتیا، کولی شی چې د افغان کروندګرو اقتصاد وغوړوي.

الو وېرا

که څه هم د افغانستان د کرنې وزارت اعلان کړی چې الوویرا ددغه وزارت په پروګرامونو کې شاملوي، خو لکه څنګه چې لیدل کېږي، حکومت د لوړبیو بوټو دودولو کې هیڅ رول نه لري، دا د کروندګرو نوښت باله شي.

تر دې وړاندې انجه، له عواییدو ډک بوټی پېژندل شوی، چې کروندګرو د حکومت له مرستې پرته یې تخم له تاجکستانه راوړل شوی و چې للمې ځمکې یې پرې ښېرازه کړې او اوس مهال په لوی کاروبار بدل شوی.

څېړنو ښوولې چې د الوویرا عوایید، له کوکنارو او ان له انجو هم ډېر دي، ځکه انجه له کرلو لږ تر لږه څلور کاله وروسته حاصل ورکوي، خو الوویرا، د کال څلور ځله په حاصل راځي.

د ویډیو تشریح، تخار کې د انجې کرکيله