د ماشومانو د لوبتوکو بدلون او پر راتلونکې یې اغېز

    • Author, محمد قاضي زاده
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د افغانستان په لوېدیځ کې د ماشومانو د لوبو وسایل بدل شوي او ډېری ماشومان داسې توکي کاروي چې د دوی د راتلونکي په تړاو یې ژورې اندېښنې راپارولې.

پر ټیلیفون انټرنېټي لوبې او په پلاستیکي توکو کې د ساچمه لرونکو ټوپکو او پټاکیو کارول په تېرو درېیو کلونو کې په هرات کې ډېر دود شوی.

سیمه ییز چارواکي هم وايي، خپله هڅه یې کړې خو د کورنۍ رول هم باید له پامه ونه غورځول شي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد داسې څه نه وایي چې د انټرنیټي لوبو د محدودیت لپاره باید څه وشي، خو د وسله ییزو پلاستیکي توکو محدودول یادوي:

"د هرات ولایت لارښوونه دولتي اداراتو ته دا ده چې هر ډول چې کېږي د خطرناکه توکو د پلور مخنیوی وکړي. موږ د دولت له خوا تدابیر لرو خو والدین هم باید جدي اقدامات وکړي او خپلو ماشومانو ته اجازه ور نه کړي چې دا ډول توکي له دوکانونو وپېري."

د هرات ښار په منځنۍ برخه کې د ماشومانو لپاره د پلاستیکي لوبو وسایلو پلورونکی کبیراحمد وايي:

"له دولته غواړو چې دا پټاکۍ ټولې کړي او انټرنېټې لوبې هم کمې کړي چې په خپل ژوند پوه شو. پخوا به ماشومانو په یوه موټر ګېم کاوه اوس یا د پټاکۍ په کارولو اخته دي، یا په انټرنیټي توکو، پخوا مو د کوچنیانو زنبېلونه ډېر پلورل، پټاکۍ او ټوپک نه پلورو".

هرات کې د دې مارکېټ یو بل پلورونکي احمد شاه وايي، خپله د ده ماشومان هم هغه توکي چې دی یې پلوري، نه کاروي:

"هره شپه په ۱۲ بجو یا یوه بجه چې کله له خپلې خونې راوځم، ګورم چې دوه زامن مې په ټیلیفونونو بوخت دي. ورته وایم ولې دا کار کوئ؟ دا خو مو سترګو ته زیان رسوي. پیسې مو مصرفوي! خو دوی چې وینې همځولي یې همداسې ټیلیفونونه کاروي، دوی هم هڅېږي".

بل خوا په دې ولایت کې د مدني ټولنې فعالان وایي، دې وضعیت ډېری ماشومان له تمرین او درس څخه ایستلي او د دوی جسمي او روحي روغتیا ګواښي.

یو شمېر یې دولت او کورنۍ دواړه پړه بولي.

فاروق رسولي وايي:

"یو لامل یې دا دی چی په ټلوېزیونونو کې کوم فلمونه یا سریالونه چې دوی یې ګوري ټول اکشن او د جنګ دي او دا دوی هڅوي چې په لوبو کې وسله ییز پلاستیکي توکي وکاروي. بل دا چې په کورنۍ کې هم پلار او مور په ځیرک ټیلیفونونو بوخت وي، نو ماشومان هم کمپيوټري او ټیلیفوني لوبو ته مخه کوي".

کارپوهان وايي، د لوبو د وسایلو تولید او یا واردول داسې یوه چاره ده چې باید د ارواپوهانو او متخصصینو تر کلک نظارت لاندې وي ځکه د لوبو د وسایلو څرنګوالی د ماشومانو پر جسمي او روحي روغتیا مخامخ اغېز لري.