تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران کې ولې یوه ورځ طلاق نه ثبتېږي؟
د ایران د عدلیې وزارت وايي، د دغه هېواد د ورزش او ځوانانو وزیر مسعود سلطاني فر د عدلیې وزیر علیرضا اوايي ته وړاندیز کړی چې د روان ۱۳۹۸ کال لمریز د زمري پر ۱۲ طلاق ثبت نه کړي.
نوموړی وايي دا نېټه د اسلام د څلورم خلیفه یا د شیعه یانو د اول امام علي بن ابیطالب او د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد (ص) د لور فاطمې د واده له ورځې سره برابره ده.
د ایسنا د رپوټ له مخې د عدلیې وزیر په لیک کې د قضایه قوې ریاست ته سپارښت کړی چې د کورنیو محکمې قاضیان په دغه ورځ طلاق ثبت نه کړي.
ایران کې د طلاق زیاتېدل ټولنیزه مسله ده او وروستیو کلونو کې ډېر پام ور اوښتی دی.
د ایران د احوالو ثبت اداره وايي، د تېر کال له چنګاښ یا سرطان د روان کال تر چنګاښ یو لک پنځه اویا زره شپږ سوه څوارلس طلاقونه ثبت شوي دي.
د روان کال چنګاښ میاشت کې د ایران شهروند ورځپاڼې دغه هېواد کې د طلاق شمېرو ته په پام یوه رپوټ کې ویلي:
"هره ګړۍ ایران کې ۲۰ طلاقونه پېښېږي او هرو زرو جوړو کې ۳۱۸ جوړې طلاق سره اخلي".
د ایران د واده او طلاق مرکز مشر دوه کاله وړاندې د یوې سروې وړاندې کولو سره وویل، چې تهران، خرسان رضوي، اصفهان، فارس، خوزستان، ختیځ اذربایجان، مازندران، البرز، ګیلان او لوېدیځ اذربایجان کې ډېر طلاق کېږي.
د کارپوهانو په خبره، بې وزلي، بېکاري، نشه او له واده مخکې لازمې زدکړې نه لرل ایران کې د طلاق مهم دلیلونه دي.