د افغان ځواکونو عملیاتو کې د ولسي زیانونو ارزولو کمیټه جوړیږي

د خپرېدو وخت

په دې وروستیو کې د حکومتي لوري په هوايي بریدونو او چاپو کې د ولسي مرګ ژوبلې د ډېرېدو په اړه د بېلابېلو ټولنو او سیمه ییزو وګړو له اندېښنو وروسته افغان حکومت د ولسي زیانونو د ارزونې لپاره د یوې کمېټې د جوړولو اعلان کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دې ادارې او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست د استازو په ګډون دغه کمېټه به د پوځي عملیاتو اغېز او ولسي زیانونه ارزوي او هڅه به کوي چې په راتلونکي کې د دغسې زیان مخنیوی وشي.

دا اعلان پر داسې مهال شوی، چې په تېرو څو ورځو کې د لوګر، میدان وردګو، روزګان او بغلان په ګډون له یو شمېر ولایتونو په حکومتي عملیاتو کې د ګڼې ولسي مرګژوبلې رپوټونه خپاره شول او په ځینو سیمو کې یې پر وړاندې لاریونونه هم وشول.

په څو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په پرله پسې عملیاتو کې دملکي وګړو د مرګ ژوبلې له پيښو وروسته د امنیت شوری په غونډه کې پریکړه شوې چې د ارزونې یوه کمیټه رامنځته کړي.

د امنیت شوری په خبر پاڼه کې ویل شوي دا کمیټه چې نور امنیتي ارګانونو او امنیت شورا به په کې برخه ولري دنده ولري چې د پوځي عملیاتو اغیز و ارزوي او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کار وکړي.

په دې غونډه کې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلا کار حمدالله محب ویلي د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره هر ډول اقدام تر سره کیږي، د یادولو ده چې داسې ژمنې مخکې هم شوي خو ښاغلي محب ویلي ننګونه دا ده چې وسله وال طالبان له ولسي وګړو او ولسي ځایونو د یوه ډال په توګه کار اخلي.

په تېرو څو ورځو کې په میدان وردګ، اروزګان او لوګر ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د شپې پرمهال عملیاتو کې ولسي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی. په میدان وردګ ولایت کې په یوه بله پيښه کې د روغتیايي کارکوونکو په ګډون څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول. د بشري حقونو د څار سازمان په دې پیښه کې د ښکېلو سرتېرو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د وسله والو طالبانو او داعش ډلې په بریدونو کې هم ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دوه ورځې وړاندې د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دیارلس تنه ووژل شول او له دېرشو زیات ټپيان شول. چې ډیره برخه یې ښځې او ماشومان و.

افغان دولت او وسله والو طالبانو د دا ډول پېښو د مسوولینو د عدلي تعقیب او له هغوی د پوښتنو ګرویږنو خبره کړې ده، خو تر اوسه د دا ډول یوه اقدام کومه ښکاره بیلګه نه ده لیدل شوې.

د ولسي وګړو د مرګژوبلې ډېرېدو لاملونه څه دي؟

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي بي بي سي ته وویل چې په جګړه کې بدلون راغلی، دده په خبره دغه تغیر دا دی چې مخکې به افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په دفاعي حالت کې و خو اوس یې حالت تهاجمي دی.

"مخکې به دښمن پر موږ بریدونه کول خو اوس موږ پر دښمن بریدونه کوو. اوس موږ دښمن ته د جګړې ځایونه ټاکو، خو پخوا برعکس و. کله چې هغوی د الفتح په نوم عملیات پیل کړل د دوی نیت دا و چې لږ تر لږه لس ولایتونه ولکه کړي. خو دوی خپلو موخو ته نه دي رسیدلي او مهمې سیمې یې له لاسه ورکړې."

د افغانستان دفاع وزارت وايي، تر خپله وسه هڅه کوي چې په عملیاتو کې ملکي خلک زیانمن نه شي.

د دفاع وزارت په خبره افغان امنیتي ځواکونه هرو ۲۴ ساعتونو کې په شاخوا ۱۵ ولایتونو کې نژدې پنځلس عملیات ترسره کیږي.

ښاغلی احمدزی وايي، وسله وال مخالفین د عامو وګړو کورنو ته څېرمه ځای پرځای کیږي او دده په خبره کله چې افغان امنیتي ځواکونه له دوی سره جګړه کوي، ملکي وګړو ته زیان اوړي.