خوست؛ د کمال ناصر اصولي ورور په وسله واله نښته کې وژل شوی

د خپرېدو وخت

په ولسي جرګه کې د خوست ولایت د استازي کمال ناصر اصولي ورور قدیرالله مفتون د یکشنبې پر ورځ د خوست ښار په څارنکوټ سیمه کې په یوه وسله واله نښته کې وژل شوی دی. له سیمې رپوټونه وایي، قدیر الله مفتون د ګربزو د ولسوال عبدالحی ځاځي پر کور د برید پر وخت ځوابي ډزو کې ووژل شوی.

کمال ناصر اصولي بي بي سي ته ویلي، ورور یې د یوې روغې جوړې لپاره د ګربزو د ولسوال کورته ور غوښتل شوی و او هلته وژل شوی دی.

خو ولسوال عبدالحی ځاځي بي بي سي سره خبرو کې وویل، قدیر الله مفتون د ده پر کور برید کړی و، خو مور یې ورباندې ځوابي ډزې وکړې او هغه یې وواژه.

ښاغلی ځاځی وایي، دی خپله کابل ته سیمنار ته تللی و او وروڼه یې هم کور کې نه وو. په همدې وخت کې قدیرالله پټ مخ د خپلو وسله والو په ملګرتیا د دوی پر کور برید وکړ. په نښته او ځوابي ډزو کې بریدګر ووژل شو، او کله چې یې دوی مخ څرګند کړ نو پوه شول چې قدیرالله دی.

قدیرالله پخوا د خوست د ګربزو ولسوالۍ امنیه قومندان پاتې شوی دی. د خوست امنیه قومندانۍ وایي، د پېښې د پلټنې لپاره یې پلاوی سیمې ته لیږلی دی.

بل لور ته د پکتیا ځایي چارواکي وایي چې وسله والو مخالفانو تېره شپه د مچلغو بند پر ساتونکو برید کړی او یوولس سرتیري یې وژلي دي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت بي بي سي ته وویل، ځوابي ډزو کې مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

خو د ولایتي شورا غړی محمدالرحمن قادري د وژل شویو سرتیرو شمېر تر اتلسو ښیي.

د ښاغلي قادري په وینا، د مچلغو بند له کالونو راهیسې د وژلو پروژه ده، چې تر دې دمه یې لسګونه ساتونکې وژل شوي دي.