د افغان ځواکونو شپني عملیات ګټه ډېره لري که تاوان؟
- Author, صابر عزیز
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره د شپې عملیاتو له زیاتوالي سره هم مهاله دغه عملیات د ملکي مرګ ژوبلې له امله له غبرګونونو سره هم مخ دي.
د شپنیو چاپو او عملیاتو نوم اوس د هر چا په خوله دی او خلک وایي چې دا عملیات د نژدې هرې شپې خبره ده.
خو د شپې په تیاره کې د دا ډول ناڅاپه بریدونو د څرنګوالي ګڼې پوښتنې پر ځای پاتې دي، دا چې شپنې عملیات څه ډول عملیات دي، څوک یې ترسره کوي، امر یې څوک ورکوي، مشري یې له چا سره ده، بهرنیو ځواکونو ونډه پکې څه ده او نورې دې ته ورته پوښتنې لا عامو خلکو ته روښانه نه دي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت ویاند زبیر عارف ووايي:
"د خپلو کشفي او استخباراتي ادارو نه معلومات د یوې بستې په شکل راټولیږي، هغه چاڼ کیږي چې هدف څه دی او کومې ادارې ته باید وسپارل شي، د هدف په اړه له یوې اونۍ تر لسو ورځو څيړنه کیږي او کله چې تثبیت شي بیا عملیات پرې اجرا کیږي".
ښاغلی عارف وایي دوی شپني عملیات یو دم نه کوي، بلکې له محکمې او څارنوالۍ یې امر اخلي، دارنګه په عملیاتو کې ورسره سرتېرې هم وي چې د اړتیا په وخت کې کورونو ته ننوځي او تلاشي کوي.
چارواکي وایي شپني عملیات د حکومت د وسله والو مخالفانو په مهمو پټنځایونو، روزنځایونو، مشرانو، اقتصادي سرچینو، بندخونو او نورو تاسیساتو ترسره کیږي.
د شپنیو عملیاتو مشري د ځانګړو ځواکونو له قول اردو سره ده، چې د چارواکو په وینا لوړ امکانات او ډېر ځواک لري، دارنګه ملي لېوا هم پدې برخه کې فعاله ده، د زونونو په کچه په قول اردوګانو کې کنډکونه فعال دي چې ټول د یوې قوماندانۍ تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي.
چارواکي وایې د ځانګړو ځواکونو قومانداني اهداف تثبیتوي او بیا یې په مربوطه څانګو وېشي، افغان چارواکي شپني عملیات له لاسته راوړنو ډک بولي.

افغان ځواکونو شپني عملیات اهداف ته په کتو خپلو منځونو کې سره ويشلي دي.
د حکومت وسله والو مخالفانو د مهمو مشرانو د نیولو لپاره د ملي امنیت ځانګړي ځواکونه لکه صفر یو صفر دوه قطعې دا ډول عملیات ترسره کوي. همدا رنګه کورنیو چارو وزارت بیا د مخدره توکو فابریکې او وسله تونونه په نښه کوي.
خو د ملي اردو ځانګړي ځواکونه چې په کمانډو ځواکونو هم مشهور دي بیا هغه شپني عملیات کوي چې پکې د جګړې امکان وي، د طالبانو زندانونه ماتیږي او د جنګیالیو روزنځایونه په نښه کیږي دا ډول ناڅاپه بریدونه کوي.
شپني عملیات افغان حکومت ته له هر وخته نه اوس ډېره غوره وسیله برېښي، تقریباً هره ورځ امنیتي ځواکونه د شپنیو عملیاتو د لاسته راوړنو خبره کوي. هغه څه چې خبریالان ورته لاسرسی نلري او مالومول هم یې ستونزمن دي.
چېرې ډېر شپني عملیات کېږي؟

چارواکي وايي دا عملیات ګټور تمام شوي او مهمې لاسته راوړنې لري، نو ځکه پکې زیاتوالی راغلی. دوی زیاتوي چې د دې عملیاتو تمرکز ډېر په هغو ولایتونو یا سیمو دی چې د وسله والو مخالفانو مهم مرکزونه او هستۍ پکې موجودې وي.
خو څه چې جوته ده هغه دا ده چې شپنیو عملیاتو کې عام خلک هم زیانمن شوي دي او په ځینو سیمو که د غلطه مالوماتو له کبله بې ګناه خلک یا په نښه کيږي او یا نیول کیږي.
د ۶۰ کلن ګل وزیر په کور په همدې پسرلي کې چاپه واچول شوه په دغه شپني عملیاتو کې د لوګر ددغه اوسېدونکی کور وران شو او دوه زامن یې د ځواکونو له خوا یوړل:
"یو ټس سو ، په بامونو راوختل، ما ویل راځئ چې وروځو، چې وروتم، ویل یې شور ونخورې، ځای په ځای یې لاسونه راوتړل، وروسته مې زامن هم راوتل هغوی هم وتړل ، بیا یې موږ له کور نه وویستو ، کور یې وران کړ، زامن چې یو مین پاک وو او بل هم تازه له ایرانه راغلی وو له ځان سره یوړول".
د لوګر د برکي برک ولسوال ویس عبدالرحمیزي هم بي بي سي ته وویل چې ځینې وخت دا ډول ځانګړي عملیات له دوي سره نه همغږي کیږي او په ځینو مواردو کې بي ګناه خلک هم نیول شوي چې دوی بېرته راخوشي کړي دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونه، عام خلک او ددې ډول عملیاتو منتقدان د شپې په تیاره کې د عامو خلکو په کورونو د چاپو اچولو سره مخالفت ښیي او د بندیدو غوښتنه یې کوي.
په دې عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو هم راپورونه شته چې له امله یې د خلکو پراخ غبرګونونه پارولي او لاریونونه شوي دي.
په ورستیو کې د لوګر په یوه بله سیمه کې هم شپنیو عملیاتو کې د یو شمېر ملکیانو د مرګ ژوبلې له وجې نه ځايي خلکو لاره بنده کړې وه او آن د وژل شو کسانو جسدونه یې له ځان سره لیږدول.
شپني عملیاتو کې څومره ولسي خلک وژل شوي؟

په شپنیو عملیاتو کې د ملکي خلکو د تلفاتو کره شمېرې له کوم خپلواک بنسټ سره ندي ثبت شوې خو د ملګرو متلونو مرستندویه ماموریت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د دولت پلوه ځواکونو په عملیاتو او هوایي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
افغان چارواکی وایي بهرنیان په دې عملیاتو کې برخه نه لري او یوازې د اړتیا په وخت کې هوایې مرسته ترې غوښتل کېږي، خو یوه بله سرچینه د نوم نه ښودول په شرط وایې چې بهرني ځواکونه نیم په نیمه د شپې په عملیاتو کې دخیل دي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان هم وایي ګڼ شکایتونه ورته له دې ډول عملیاتو رسي او په ځانګړي ډول عملیات چې بهرني ځواکونه مستقیم پکې دخیل دي.
د یاد سازمان مشر لعل ګل لعل وایي دا موضوع یې ډېر ځله له افغان او بهرنیو چارواکو سره شریکه کړې خو لاهم پام نه دی ورته شوی:
"شپني عملیات په دوه ډوله، هغه عملیات چې خپله افغان ځواکونه یې ترسره کوي ، خلک ترې دومره شکایت نه لري، هغوی پرته له دې چې عامو خلکو ته زیان ورسوي خپل هدف تر لاسه کوي، خو هغه نامعلوم بهرني ځواکونه چې دلته میشت دي او دلته دا ډول عملیات کوي، خلک ترې ډير پتنګ دي، هغوی هم خلک وژني، هم یې کورونه الوځوي او یې له ځان سره وړي".
ددې عملیاتو لوی مخالف د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی دی او د نوموړي د واکمنۍ پر مهال د ۲۰۱۲ کال کې د یوه تفاهم لیک له مخې ددې عملیاتو مشري له بهرنیو ځواکونو افغان لوري ته وسپارل شوې وه.
خو ښاغلي کرزي ته نژدې کس او د افغانستان د نوي بنسټ ګوند مشر احمدالله علیزی وایي چې اوس بیا بهرنیان شپنیو عملیاتو کې پراخه ونډه لري او دا کار ددې لامل شوی چې دوی بېرته غږ پورته کړي.
افغان چارواکي هم په دا ډول عملیات کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله او زیانونه نه ردوي خو وایي ډېر کله له دې امله عملیات ځنډوي، خپله مرګ ژوبله زغمي ترڅو ملکیان زیان ونه ویني.
په وروستیو کې د شپې عملیاتو له امله د ملکي مرګ ژوبلې د زیاتوالي په تړاو افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم اندېښنه ښودلې او اړوندو چارواکو ته یې امر کړی چې د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره دې ژر تر ژره لازم اقدامات وکړي.
پوځي شنونکي بیا وایي چې شپني عملیات د مهمو اهدافو ترسره کولو لپاره اغېزناک دي، خو زیاتوي باید په دې عملیاتو کې هر ډول بشري حقونه خوندي وي او د ټولنې ټولو ازرښتونو ته پام د افغان ځواکونو له خوا ترسره شي.




















