پنتاګان: شپني عملیات افغانستان کې اغېزناک دي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت د شپنیو عملیاتو په تړاو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي اندېښنې رد کړې او به دې هېواد کې یې د امریکا روانه جګړه کې د شپې عملیات اغېزناکه بللي.
واشنګټن وايي چې د ترهګرۍ پروړاندې جګړه کې له افغان ځواکونو سره په ګډه د شپې مهال عملیات ډېر اغېز لري.
ولسمشر وويل افغانستان په هغه شرط امريکا ته د دغو پوځي تسهيلاتو ورکولو ته غاړه ږدي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي حاکميت په کې خوندي وي.
ده د دغو شرطونو په لړ کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د شپې د چاپو، د خلکو د کورنو د تلاشي کولو او له حکومتي ادارو سره د نورو موازي ادارو ختمول ياد کړل.
د پنتاګان ویاند کاپتن جان کیربي خبریالانو ته وویل، شپني عملیات د جګړې پرمهال ډېر ضروري دي.
ښاغلي کیربي دا هم وویل:''موږ هم په دې اړه اندېښمن یو چې د شپې مهال عملیاتو کې څوک زیانمن نه شي، خو شپني عملیات هغه مهال اغېزناکه دي چې ولسي خلکو ته پکې زیان ونه رسېږي.''

د عکس سرچینه، AFP
بل خوا، د پنتاګان د مطبوعاتو مسؤول جورج لیتل ویلي، چې د افغانستان روانه دودیزه لویه جرګه له نژدې څاري:
''له شک پرته دا جرګه د افغانانو یوه ډوېره مهمه دودیزه ناسته ده، او موږ له ولسمشر کرزي سره د ستراتیژيکې همکارۍ هرکلی کوي.''
''د امریکا متحده ایالتونه او افغانتسان په ګډه د ګډ اوږدمهاله ستراتیژيک تړون په اړه کار کوي، خو دغه بحثونه به وخت اخلي.''



















