تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورځپاڼې: امریکا د افغانستان لپاره هر اړخیزه ستراتیژي نه لري
امریکایۍ ورځپاڼې ملیټري ټایمز په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک له قوله لیکي چې امریکا په افغانستان کې څو لویې تېروتنې کړي دي.
په دې مطلب کې وايي په ټوله کې لویه نیمګړتیا د افغانستان لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ نشتوالی دی.
د جنرال ډونالډ بولداک وايي یوه تېروتنه داوه چې امریکا باید خپل ځواکونه هرې خواته نه وای تیت کړي، د ده په وینا امریکایۍ حل لارې یې باید نه وای وړاندې کړې او د سیمه ییزو ځواکونو او ادارو د پياوړي کولو پر ځای یې باید د مرکزي حکومت پياوړي کولو ته ملا تړلې وای.
دا پخواني جنرال لېکي امریکا طالبان پرېښودل چې بیا سره یو ځای شي او د ترهګرۍ ضد نړیوال ایتلاف د بې اغیزه کړنو هم همدې ته لاره هواره کړه.
د نوموړي په وینا دریمه تېروتنه یا نیمګړتیا له نشه یي توکو سره د مبارزې ناکامي ده ، ځکه چې د نشه یي توکو عاید د طالبانو مهم مالي سرچینه ده.
دعرب نیوز ورځپاڼې یوه مطلب کې اسلام آباد ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني راتلونکې سفر ته کتنه شوې ، په پام کې ده چي افغان ولسمشر د راتلونکې پنجشنبې په ورځ دغه هېواد ته سفر وکړي.
ددې مطلب لیکوال په افغانستان د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مهمند دی، دا وايي د سولې لپاره روانو هڅو ته په کتو افغان ولسمشر له پاکستان سره دپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړی.
مهمند لیکي افغان ولسمشر به په اسلام آباد کې هڅه وکړي دا په ډاګه کړي چې یوازې افغان منتخب ولسمشر کولی شي د سولې په هر ډول خبرو کې د افغانانو استازولي وکړي.
رستم شاه مهمند په دې نظر دی چې ولسمشر غني له روسیې ، ایران، چین او امریکا سره د طالبانو د مخامخ اړیکو له امله په اندېښنه کې دی او دا اندېښنه یې د درک وړ ده.
دا پخوانی پاکستانی ډپلومات اسلام آباد ته د ښاغلي غني د سفر د پایلو په اړه هیله من نه ښکاري، دی وايي د اسلام آباد له ځوا به افغان ولسمشر حیران شي ، ځکه پاکستاني چارواکي به هغه ته کره ځواب ورنه کړي دا سې ځواب چې د سولې په روان بهیر کې بنسټیز بدلون راولي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډیلي ټایمز خپله سرمقاله له پاکستانه د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني لیدنې ته ځانګړې کړې او لیکي له اقتصادي پلوه دا سفر پاکستان ته ډیره ګټه رسولی شي.
له اقتصادي ګټې ور هاخوا د ورځپاڼې په نظر قطر او پاکستان کولی شي د ایران او امریکا ترمنځ اوسنۍ ترینګلتیا کمولو کې مرسته وکړي ، ورځپاڼه دغه راز سپارښتنه کوي چې پاکستان کولی شي د قطر او سعودي عربستان ترمنځ هم د ترینګلو اړیکو په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.
سعودي یو له هغو څلورو عربي هېوادونو دی چې له دوه کالونو راهیسې یې له قطر سره اړیکي پریکړې کړي دي، دا هېوادونه قطر د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.
ډیلي ټایمز لیکي د دې کړکیچ په رامنځته کېدو سره پاکستان توانیدلی د دواړو سیالیو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې ښه توازن وساتي. او په دې موده کې چې له قطر سره د څلورو عربي هېوادونو دپلوماتیکي اړېکي پرې شوې، قطر ته د پاکستان صادرات زیات شوي
له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط چې د سعودي دولت ته نږدې ده ، پر سعودي د حوثي یاغیانو د راکټي برید په اړه لیکي دا له دوه اونیو په کمه موده کې دویم ځل دی چې د یمن له خاورې د ابها نړیوال وايي ډګر په نښه کیږي.
ورځپاڼه لیکي د ماشومانو او ښځو په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو ۲۶ تنه اتباع په دې برید کې ټپیان شوي او یو وژل شوی دی.
ورځپاڼه د عربي پوځي ټلوالي د ویاند هغه خبره را اخستې چې وايي د ابها پر هوايي ډګر برید وښودله چې حوثي ډلې ځانګړې وسلې او توغندي ترلاسه کړي چې دا ډول بریدونه ترسره کولی شي .
عربي ټلواله وايي چې د حوثي یاغیانو ډله چې د پلازمینې په ګډون پر ځینو سیمو واک لري له ایرانه مرسته تر لاسه کوي دا ټلواله په یمن کې د حکومت ملاتړ کوي او پر پلو پوځي عملیات هم کوي، په دې عملیاتو کې ګڼ شمیر ملکي وګړو ته د سر دروند زیان هم اوښتی دی.