ورځپاڼې: راشد او نبي د هر بل نړیوال لوبغاړي هومره ښه دي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

بريتانوۍ گارډين ورځپاڼې د افغانستان او انگلستان ترمنځ د کرېکټ نننۍ (جون ۱۸مه) سيالۍ ته په پام يو مطلب خپور کړى او وايي انگلستان بايد د واقعيت پالنې او درناوي ترمنځ انډول وساتي.

ورځپاڼه وايي، په روانو سياليو کې تر اوسه د افغانستان د کمزوريو تله پر ځواکمنتياوو درنه ده.

د ورځپاڼې په وینا، افغان لوبډلې د استراليا او نيوزيلنډ پر وړاندې يې په او وېکټو ماتې وخوړله او سويلې افريقا بيا ورنه د نهو ويکټو په توپير وگټله.

دغه خپرنۍ وايي، دا څرگنده ده چې د افغانستان ستونزې چېرې دي او د افغانستان په توپوهنه کې کمزوريو ته اشاره کوي، خو دا هم وايي چې د افغانستان هره لوبه کې باران شوى، لوبغالى لوند شوى، پېچونه ورته نه و برابر او توپ وهونکو لپاره يې دا سيمه هم پردۍ ده.

ورځپاڼه وايي سره له دغو ستونزو افغانستان د درناوي وړ کرېکټ لوبغاړي لري او دا داسې څه دي چې په ځواکمنتياوو کې يې حسابېداى شي.

ليکوال د راشد خان او محمد نبي نومونه اخلي او وايي په باالقوه ډول د نړۍ د هر ښه توپ اچونکي هومره ښه دي.

ليکوال وايي انگلستان لپاره د لوبې گټل ښايي ډېر گران نه وي خو د افغانستان کمزوريو او ځواکمنتياوو ته پام سره د واقعيتپالنې او درنښت ترمنځ انډول بايد وساتي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

امريکايۍ ستار اېنډ سترايپس مجله

امريکايۍ ستار اېنډ سترايپس مجله وايي د افغانستان په سوېلي سيمو کې چې طالبانو يې د نيولو لپاره جگړه کوي د امريکايي ځواکونو د وتلو موضوع هيله او ويره دواړه ټوکوي.

ورځپاڼه وايي طالبانو ٢٠١٥ م کال کې پر لشکرگاه وروسته له هغه بريد وکړ چې ډېرى نړيوال ځواکونه له دغه ښاره ووتل. دا بريد د دغه ولايت ډېرو برخو ته گواښ جوړ کړ او لامل شو چې ځينې امريکايي ځواکونه بېرته ورستانه شي.

ليکوال وايي نن بيا د امريکايي ځواکونو د وتلو خبره چې د سولې د خبرو اترو کليدي ټکى دى، د سولې لپاره يې هيلې ډېرې کړي، خو په جنگ ځپلو ولايتونو کې د طالبانو د بيا رادبره کېدو او د نا امنيو د ډېرېدا ويره يې هم پيدا کړې.

گلف نيوز ورځپاڼه

گلف نيوز ورځپاڼې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي د مړينې په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې د مصر د عدلي سرچينو په وينا ليکلي، د محکمې د هغې خونې د کمرو د کتنې حکم وشو چې ښاغلى مرسي په کې ساه ورکړه او همداراز له هغو کسانو د اښتنو پوښتنو لارښوونه وشوه چې ښاغلي مرسي سره د هغه د مړينې پر مهال نژدې ولاړ و.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد مرسي په ۲۰۱۲ کال کې

ورځپاڼه وايي، ښاغلى مرسي محکمې ته د وينا پر مهال غوسه برېښېده او ډېر ستړى و. نوموړى د محکمې په خونه کې قفس کې دننه بېهوښه شو او پريوت. ورځپاڼه وايي ښاغلى مرسي د شکرې په ناروغۍ اخته و.

ورځپاڼه وايي څارنوال د عدلي طب د لوړ پوړو چارواکو يوۀ پلاوي ته لارښوونه کړې چې د ښاغلي مرسي د مړي له ښخولو وړاندې دې د نوموړي د مړينې د اصلي لامل په تړاو يو رپوټ چمتو کړي.