افغانستان کې سېلاب؛ د کابل ښاریانو ته خبرداری

د عکس سرچینه، شاه حسین مرتضوي
کابل ښاروالۍ دغه ښار کې د ورښت زیاتېدلو او سېلاب وتلو خبرداری ور کوي. کابل او څو نورو افغان ولایتونو کې د دې اونۍ له لومړیو باران ورېږي او د افغانستان هواپوهنې اداره وايي، چې دا حالت به روان وي.
له پرون راهیسې خواله رسنیو کې ځینې انځورونه سړک ته د کابل سین د اوبو ختل او سړکونو کې د اوبو ډنډ کېدل ښيي. سړکونو کې اوبو د موټرو چلښت هم خنډنی کړی دی.
چارواکي په کابل کې د دوو کسانو د وژل کېدو او ۳۵ خونو د ورانېدو خبره مني. د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم داسې تصویرونه خپاره کړي چې کابل کې سېلاب ځپلو سیمو ته د ولسمشر غني تګ ښيي.
کابل ښاروالي وايي، پېښو ته ځواب غاړو ډلو د ځپلو سیمو سروې پیل کړې او ټولې اسانتیاوې یې په کار اچولې.

د عکس سرچینه، د هرات د والي دفتر
د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز له بي بي سي سره خبرو کې وايي، د کابل سین دواړو خواوو ته د ډېرو کورونو د زیانمنېدو امکان شته.
نوموړی کابل کې اوسنی ورښت اندېښمنوونکی بولي او زیاتوي چې دې باران کابل سین داسې مست کړی، چې نږدې استوګنځي او دوکانونه ګواښي.
کابل ښاروالۍ له پوهنې وزارت غوښتي چې د څو ورځو لپاره ښوونځي رخصت کړي.

د عکس سرچینه، د هرات د والي دفتر
د افغان هواپوهنې اداره وايي، کابل او ځینې ولایتونو کې به تر پنځوس ملي مترو باران وشي.
د افغانستان پېښو ته د رسېدو وزارت وایي، چې د دغه هېواد ۱۹ ولایتونو کې د سېلاب د قربانیانو شمېر ۱۲۷ کسانو ته رسېدلی دی.
په کندهار، هرات او غزني کې هم د سیلاب وتلو خبرونه خپاره شوي او دا شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه ولایت کې د سېلاب له امله نږدې ۲۴ ګړیو کې پنځه کسان وژل شوي او لس ټپیان دي.
نوموړی د اوو کسانو د ورکېدو خبره هم کوي او وايي، قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

د عکس سرچینه، د هرات د والي دفتر
د ښاغلي فرهاد په خبره، سېلاب د هرات- کندهار لار هم زیانمنه کړې او د موټرو چلښت ځنډول شوی دی.
نوموړی د څو کورونو د ورانېدو او د سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې د خرابېدو خبره هم کوي.
د ورښت دوامدارېدو پسې پېښو ته د رسیدګي وزارت په شمالي، لوېدیځو، سوېل ختیځو او مرکزي سیمو کې هم د سېلاب وتلو امکان ښيي.
افغانستان د ځانګړي اقلیم له امله د سېلابي هېواد په ډول پېژندل کېږي او هرکال د فرورۍ له ورستیو تر جولای پورې د واورې ویلې کېدو له امله د دغه هېواد مختلفو سیمو کې سېلابونه وځي.
د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۱ یې د سېلاب او ځمک ښوییدنې مقابل کې اغېزمن دي او ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې د دې پېښو خطر ډېر دی.


















