تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بادغیس کې سخته جګړه؛ د ګڼ شمېر سرتېرو د وژل کېدو ادعا
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له تېرې شپې (چهارشنبه، وری ۱۵/اپریل ۳) راهیسې سلګونه طالبانو د بادغیس په بالامرغاب ولسوالۍ بریدونه کړي. د دې وزارت ویاند قیس منګل ویلي دا بریدونه تېره شپه ۱۲ بجې شاوخوا شوي دي.
هغه وايي افغان امنیتي سرتیري ملکي خلکو ته د تلفاتو اوښتو له ویرې له څو پوستو په شا شوي. دی زیاتوي چې اوسمهال په سیمه کې د طالبانو پروړاندې هوايي بریدونه او جګړه روانه ده.
ښاغلي منګل د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
خو د بالامرغاب ولسوال عبدالوارث شیرزاد وايي، د طالبانو بریدونو کې لږ ترلږه ۳۵ افغان امنیتي سرتیري وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي.
ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوی وسله والو بالامرغاب کې د افغان امنیتي سرتیرو څو پوستې نیولي او په دې جګړه کې یې د ۱۲ سرتېرو وژل کېدو او د ۲۱ نورو د ژوندي نیولو ادعا کړې ده.
د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي د وسله والو مخالفینو په مورچو ګڼ هوايي بریدونه شوي چې دده په وینا لسګونه کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د بالامرغاب ولسوال وايي، له دوه میاشتو راهیسې یې له افغان چارواکو دې ولسوالۍ ته پام او مرستې غوښتې خو به خبره یې هېچا ورته ځواب نه دی ورکړی. هغه ټینګار کوي چې که اوس هم دې ولسوالۍ ته مرستې ونه رسیږي، د سقوط امکان یې شته. د والي ویاند وايي، طالبانو ددې ولسوالۍ د ولکه کولو لپاره بریدونه کړي.
دی وايي د ولسوالۍ کنترول اوسمهال افغان امنیتي سرتېرو په لاس کې دی خو وسله وال په ځینو کلیو او د خلکو په کورنو کې ځای پرځای شوي دي.
هغه وايي ددې ولسوالۍ نه د طالبانو د ویستلو لپاره به عملیات پیل شي.
بالامرغاب د بادغیس یوه ولسوالي ده چې څو وار د طالبانو لخوا پرې بریدونه شوي.
شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې پر دې ولسوالۍ د طالبانو بریدونو افغان امنیتي سرتیري اړ کړل چې ترکمنستان واوړي.
دا له ستراتیژیکو ولسوالیو ده چې د افغانستان شمالي او لویدیځ ولایتونو سره نښلوي.