م م: د څو کسانو جرم باید له افغان کډوالو سره چلن بدل نه کړي

د عکس سرچینه، Reuters
د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې مشر له اروپايي هېوادونو غوښتي، افغانستان ته- چې ناامني پکې زیاتېږي- د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو په ستنولو کې بيړه ونه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې تر ټولو لوړپوړي چارواکي فلیپو ګرندي په جرمني او فرانسه کې وروستیو مرګونو بریدونو ته په اشارې وویل، د څو افغانانو جنايي کړنې بايد له افغان کډوالو سره پر چلن اغيز ونه کړي.
د جرمني د لوی څارنوال دفتر د یکشنبې په ورځ وویل، په دغه هېواد کې دوه افغانان د یوه جرمني د وژنې په شک نیول شوي دي.
همدارنګه د دوشنبې په ورځ د فرانسې پلازمېنې پاریس کې پولیسو وویل، یو کس یې- چې ویل کېږي افغان دی- په چاکو سره د اوو کسانو تر ټپي کولو وروسته ونیو.
فليپو گرندي چې افغانستان ته تر سفر وروسته د دوشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل، په افغانستان کې د طالبانو او داعش د بمي او ځانمرگو بريدونو په ډېرېدو سره په اروپا کې د افغان کډوالو مسله يوه پېچلې هغه ده چې بايد په خورا احتياط ور سره چلن وشي :
"ستنېدونکو افغانانو باندې ډېر فشار دی، زموږ شواهد ښيي چې دا بهیر باید په ډېره پاملرنه پرمخ بوتلل شي، ځکه له امنیتي پلوه حالات مخ په خرابېدو دي."
د کډوالو ضد چلن سختېدلو وېره

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې ګراندي وپوښتل شو، په اروپا کې د افغان توکمو پرضد له غبرګون وېرېږي، نو په ځواب کې یې وویل:
"که کوم کډوال یا پنا غوښتونکی جرم کوي، دا شخص باید د کډوالۍ یا پنا غوښتنې له بهیر واېستل شي."
په ورته مهال یې وویل، چې "د یوه کس د جرم له امله ټوله ټولنه باید تورنه نشي او نه دغسې پېښې د سیاسي موخو لپاره وکارېږي. دا ډېر خطرناک کار دی، ځکه پنا غوښتونکي او کډوال په ټول کې جرم نه کوي، خو د تبعیض ښکار کېږي."
برتانیا کې د کډوالو چارو کارپوه اتل شمس د ګراندي اندېښنه په ځای بولي او وايي، د افغان کډوالو ستنېدلو ته شرایط برابر نه دي.
ښاغلي شمس له بي بي سره سره مرکه کې زیاته کړه، چې لوېدیځه اروپا کې د کډوالو په تېره مسلمانانو سره ښه چلن نه کېږي.
"هغه سیاست په لوړه کچه روان دی چې د کډوالو ضد دي په تېره هنګري او فرانسه کې او همدارنګه سوېډن کې چې ټاکنې وې، "پاپولېسټ" سیاستوالو سیاست داسې شوی چې ښايي له کډوالو سره چلن سخت شي."
هم کډوال هم ځایوال اندېښمن

د عکس سرچینه، Shaheen
جرمني کې هم د کډوالو ضد چلن زیاتېږي، په تېرو ورځو کې چې دوه جرمنان د کډوالو سره د لانجې له امله وژل شوي د دغه هېواد په لوېدیځ کې مظاهرې هم ډېرې شوې دي.
د جرمني ختیځ کې د کوتن ښار یو شمېر اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ په یوه اعتراض کې د هغه ۲۲ کلن جرمن په یاد یوه شیبه چوپ شول چې ویل کېږي افغانانو وژلی دی.
افغان توکمه شاهین رسول له ۱۴ کلونو راهیسې جرمني کې کډواله ده.
هغې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پر ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال چې ډېر کډوال جرمني ته لاړل، په ختیځ جرمني کې هم د کډوالو سره چلن کې د خلکو بدلون راغی.
"د لوېدیځو ایالتونو پرتله ختیځو ایالتونو کې کډوال او بهرنیان کم دي او دا وجه ده چې ختیځه برخه کې خلک له کډوالو سره کم اشنا دي، خو تېرو دوو کلونو کې دغه سیمه کې هم کډوال ډېر شوي دي".
د کډوالو ډېرېدو سره د ځايي خلکو او کډوالو ترمنځ ستونزې هم پېښېږي.
مېرمن رسول وايي، همدا وجه ده چې هم ځايي خلک او هم کډوال خپل امنیت ته اندېښمن دي.


















