کندهار: دوو هلکانو او دوو نجونو ځانوژنه کړې

د خپرېدو وخت

د کندهار په پنجوايي کې یو هلک او نجلۍ له زهر خوړلو وروسته مړه شوي دي.

په کندهار کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، دغه هلک او نجلۍ خپلو کې مینه درلوده، خو نجلۍ چې له بل چا سره کوزده شوه دواړو ځانوژنه وکړه.

د دې کمېسیون یو چارواکی فخر الدین فایض بي بي سي ته وویل، د هلک کورنۍ د نجلۍ له کورنۍ غوښتنه کړې وه چې دوستي ورسره وکړي.

د نجلۍ پلار خپله لور بل چا ته ور کړه، هلک را ولاړېږي له بازار د موږکانو دارو راوړي دواړه یې خوري او روغتون کې دواړه ساه ورکوي.

کندهار کې زموږ همکار مامون درانی وايي، د هلک او نجلۍ عمرونه پنځلس کاله ښودل شوي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء درانی هم دا پېښه تاییدوي.

نوموړي وايي د اپه یوه اونۍ کې دویمه پېښه ده.

د هغه په خبره له دې پېښې مخکې په کندهار ښار کې یوه جنۍ له هغه وروسته ځانوژنه کوي چې پوهېږي له خپل مین مېندواره شوې ده.

کله چې هلک خبرېږي، هغه هم ځانوژنه کوي.

له بلې خوا په روانه اونۍ کې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې ښځې مړی موندل شوی دی.

ویل کېږي دا مړۍ په بوجۍ کې اچول شوی و، خو تراوسه د دې پېښې لامل معلوم نه دی.