تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پر افغان امریکايي پوهنتون برید او د برېښنا دردونکې کیسه
نن پر افغان امریکایي پوهنتون د طالبانو د ډله ییز برید یو کال پوره شو.
د امریکایي پوهنتون محصله برېښنا موسی زۍ چې د برید پر مهال دوه ګولۍ لګیدلې وه، اوس د برید ترخې خاطرې په ذهن کې لري خو دغه برید پوهنتون ته يې د ورتګ مخه ډپ نه کړه.
۲۷ کلنه برېښنا د افغان امریکایي پوهنتون د حقوقو محصله ده.
برېښنا چې د ګوزڼ له امله یې ښۍ پښه سمه ملګرتیا ورسره نه کوي، غوښتل د برید له ځایه وتښتي، خو په خبره یې دوه ګولۍ یې پر جوړې پښې ولګیدې او پر ځمکه پریوته.
"زه ډېره وېرېدلې وم. هیڅ نه ښورېدلم چې دوی فکر وکړي زه مړه یم. وېرېدلم چې بل ډز را باندې ونه کړي"
د اګست پر ۲۴نېټه پلازمېنه کابل کې پر امریکایي پوهنتون د طالبانو ډله ییز برید د دغه پوهنتون د یوه استاد او ۷ محصلینو په ګډون ۱۳ تنه ووژل او ۴۵ نور يې ټپیان کړل چې ډیری محصلین وو.
پوهنتون له بریده ۷ میاشتې وروسته د تیرې مارچ میاشتې په پنځه ویشتمه نیټه بیرته پرانيستل شو.
د پوهنتون ټپي شوې محصله برېښنا موسی زۍ وایي، د برید پر مهال یې د ټپ درد زورور و، خو په خبره یې ځان یې د څو ساعتونو لپاره لکه مړى اچولی و چې وسله وال بل ډز پرې ونه کړي.
"د ډزو غږ مې پر اعصابو ډېر اغیز کړی و. زه په دهلیز کې ډېر وخت پرته وم او ډېر درد مې درلود. یو وخت مې فکر وکړ چې ځان تسلیم کړم ځکه له ځان سره مې ویل چې له دې درده مرګ ښه دی. خو بیا مې ځان ته وویل نه لږ صبر به وکړم څوک به راشي"
برېښنا وایي له ساعتونو وروسته پولیس ورورسېدل او هغه یې له پوهنتونه د باندې را ويسته. نوموړې وایي، کله یې چې د کورنۍ غړي ولیدل نو دردونه یې هېر شول او هغوى ته په خندا شوه.
امریکایي پوهنتون د افغانستان یوازنی خصوصي پوهنتون دی چې سند یې په نړیوال معيار برابر دی. اوس شا اوخوا ۱۷۰۰ محصلین په دغه پوهنتون کې د لسانس او ماسټرۍ په زده کړه بوخت دي.