تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محصله نازیه: ستاسې ظلم به زموږ مخه و نه نیسي
د افغان امریکايي پوهنتون محصله نازیه قانع، چې اووه میاشتې مخکې پر دغه پوهنتون د وسله والو برید کې ټپي شوې وه، اوس بېرته خپل ټولګي ته ستنه شوې ده.
نازیه وايي، 'موږ به هر هغه وسله وال ته چې زموږ د زده کړو پر وړاندې خنډ جوړوي، وښیوو چې ستاسې ظالمانې کړنې د تعلیم تر لاسه کولو لړ کې زموږ مخه نه شي نیولای، بلکې دې سره به موږ نور هم غښتلي شو او خپلو زده کړو ته به ژمن شو. '
کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون د مارچ پر ۲۸ مه له اوو میاشتو وروسته د محصلینو پر مخ پرانیستل شوې.
نازیه قانع چې له درملنې ورورسته پوهنتون ته ستنه شوې وه وايي، د پوهنتون بیا پرانیستل کېدو له کبله ډېره خوښه ده.
نوموړی وايي، ''د محصلینو په څېرو کې زړورتیا څرګنده وه خو ذهني سوکالي، کاواکه خندا او د زړه کرار ورکه وه. ''
د تېرلمريز کال د وږي پر درېیمه بریدګرو داسې مهال د موټربم له چوولو وروسته د دغه پوهنتون منځ ته لار وکړه، چې محصلان پکې په درس بوخت وو. په پېښه کې ۱۳ کسه ووژل شول چې يو يې هم د دغه پوهنتون استاد و او ۴۰ نور ټپیان شول.
نازیه وايي، ''د جمشېد له خندا ډکه څېره، د خپلواک مهربانه شخصیت او د بې ګناه وژل شویو ټولګیوالو نشتون محسوسېده او ځورونکی احساس و. ''
د پوهنتون له پرانیستل کېدو مخکې د دغه پوهنتون د رسنیزې برخې مشرې زبیده اکبر بي بي سي ته ویلي و، دوی ویرېدل چې ښايي له دغه بريده وروسته بهرني استادان هلته درس ورکولو ته زړه ښه نه کړي:
"له پېښې وروسته موږ سره سخته ویره وه چې ښايي استادان بېرته راونه ګرځي او موږ ونه توانيږو چې نوي بهرني استادان ومومو، خو برعکس، له نيکه مرغه زموږ زیاتره بهرني استادان بېرته راځي او نوي استادان مو هم جذب کړي دي. "
نازیه وايي، ''د هغه برید ترخه یادونه او دردونه به په اسانۍ هېر نه شي. د ډزو غږونه، د نجونو چیغې او د وسله والو ډارونکي مخونه به مې هېڅکله له یاده نه وځي. خو خوښه هم یم، چې پوهنتون بیا پرانیستل شو. ''
نوموړې وايي هغه برید یې ژوند کې لوی بدلون راوست:
"اوس له کوچنیو پېښو هم ډارېږم. که پلار مې لږ ناوخته کور ته راشي، بې شمېره اندېښنې راسره پیدا کېږي. دا ګرانه ده، چې انسان د ژوند هره شېبه له ډار سره تېروي، خو بالاخره مې همدا هېواد دی، دلته به ژوند کوم، بدلون به راولو او بیا به دغه هېواد رغوول کېږي".
نازیه زیاتوي ''وسله وال نه شي کولای د استادانو، ساتونکو او یا محصلینو په وژلو سره موږ وډار کړي. ''
افغان امريکايي پوهنتون په کابل کې له ۲۰۰۵ کال راهيسې د یوه امريکايي پوهنتون تر څار لاندې فعالیت کوي او شاوخوا دوه زره محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.