ملګرو ملتونو سوریې کې د روسیې او ترکیې د اوربند هڅې ستایلې

سوریه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د دمشق هغو څنډو کې، چې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي، ماشومان د اوربند پر مهال
د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې او ترکیې هغو هڅو ته د تایید رایې ورکړې، چې سوریې کې د جګړې پای ته رسولو لپاره راتلونکې میاشت د خبرو پلان لري.

هغه پرېکړه لیک، چې روسیې چمتو کړی دغه راز د سوریې لر او بر کې بشري مرستو ته د لاسري ورکولو غوښتنه په کې شوې.

د روسيې او سوریې په منځګړیتوب یو اوربند د پنجشنبې له ورځې راهیسې د سوریې په ډېری برخو کې ټینګ شوی دی.

دغه پرېکړه لیک د سولې هغو خبرو ته لار هواروي، چې قزاقستان کې به وشي او روسیه، ایران او ترکي یې ملاتړ کوي.

له دې مخکې د سوریې مرکزي اپوزیسیون ګواښ کړی و، چې که د جي ایم ټي پر مهال تر شپږو بجو پورې حکومتي ځواکونه د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې بریدونه و نه دروي، دوی به اوربند مات کړي.

خو له سوریې تازه رپوټونه وايي، چې روسیې اوس خپل هوايي بریدونه درولي دي.

دورې ورځې مخکې پیل شوی اوربند په ډېری سیمو کې پر خپل ځای پاتې دی.

که څه هم اوربند د ټولې سوریې لپاره اعلان شوی، خو د اسلامي دولت نومې ډلې او دغه راز د جبهه فتح الشام او کردي ملېشو وای پي جي نومې ډلې په کې شاملې نه دي.

له اوربند سره هم په ځینو برخو کې د هوايي بمباریو او نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د روسیې له لوري ملګرو ملتونو ته داسې مهال دغه پرېکړه لیک وړاندې کېږي، چې د ویټو ځواک لرونکو هېوادونو تر منځ د سوریې موضوع پر سر اختلافونه د حل څرنګوالي ځنډ لامل شوي دي.

روسیه د سوریې اوسني ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، خو امریکا، بریتانیا او فرانسه بیا له دندې د هغه ګوښه کېدو غوښتونکي دي.

د روسیې او ترکیې تر منځ هم دې لړ کې اختلاف شته، چې ترکیه د بشارالاسد مخالفانو ملاتړ کوي. بل لور ته د جمعې پر ورځ د سوریې له ځینو برخو نه د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

سوریه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، روسیې دغه نوی پرېکړه لیک چمتو کړی

سوریه کې د بشري حقونو څار ډله چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، په شمالي حما ایالت کې نښتې او هوايي بریدونه شوي دي.

دغه مرکز وايي پلازمېنې دمشق ته نژدې وادي البراده کې د النصره جبهې پر سنګرونو، چې دا وروستیو کې یې القاعده سره اړیکي پرې کړي، بمبارۍ شوې دي.