تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کندهار هوایي ډګر ۵ ښځینه کارکوونکې وژل شوې
د افغانستان په سوېل کې د کندهار د والي ویاند وایي؛ "د طالبانو اړوند وسله والو د کندهار نړیوال هوایي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکي په ډزو وژلي دي."
صمیم خپلواک بي بي سي ته وویل؛ دغه کارکوونکي نن (قوس/لیندۍ۲۷مه) سهار په سیمه ییز وخت ۶:۳۰ بجو د کندهار ښار له څلورمې امنیتي حوزې هوایي ډګر ته تللې چې وسله والو پرې برید وکړ.
ښاغلي خپلواک زیاته کړه؛ د کندهار هوایي ډګر د ملکي برخي ددغو ښځینه کارکوونکو موټر چلوونکی هم په دې برید کې وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند وویل؛ د طالبانو اړوندو وسله والو د کندهار هوایي ډګر دغه عادي کارکوونکي په دې دلیل وژلي چې له دولت سره یې کار کاوه.
هغه دا "ترهګریزه" کړنه وبلله او زیاته یې کړه چې پولیس ددغه برید د عاملانو پېژندلو هڅه کوي.
وژل شویو مېرمنو کې بي بي اصیله هم شامله ده، چې له دوو کلونو راهیسې یې په هوايي ډګر کې دنده درلوده.
د نیویارک ټایمز په رپوټ کې د نوموړې د پلار خلیل احمد له قوله ویل شوي، چې نوموړې ۲۲ کلنه وه او په ملالۍ پوهنتون کې یې طبي زده کړې کولې.
خلیل احمد وايي، هغې د پوهنتون فیس پوره کولو لپاره دنده تر سره کوله، خو په خبره یې د 'سولې دښمنانو هغه پرېنښوده، چې د زده کړو بشپړولو ارمان یې پوره شي. '
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې. وسله والو طالبانو هغه ادعا بې بنسټه بللې، چې ګواکې د دوی وسله والو دغه برید کړی.
د ذبيح الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه وياند رسنيو ته په استولي برېښناليک کې ویلي، دوی په دغه پېښه کې لاس نه لري او د چارواکو خبرې يې رد کړې دي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو په دې اړه ویلي چې "ترهګرو" په دې "وحشیانه عمل" سره وښوده چې "ډارن او کمزوري" دي.
ښاغلي غني اړوندو بنسټونو ته امر کړی چې ددې برید عاملان ونیسي او قانوني چلند ورسره وکړي.
طالبان له کوره بهر د ښځو له کارکولو سره مخالف دي او د اوویایمې لسیزې دویمه نیمایي کې د خپل حاکمیت پرمهال یې ټولې ښځینه کارکوونکې پ کور کېنولې.
دا ډله چې څوک له دولت سره کار کووي "دښمن" بولي.
د عقرب/لړم په ۲۵مه د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کندهار کې ددغې ډلې د درېیو شبکو د نیولو خبر ورکړ چې په دغه ښار کې د اوو دولتي کارکوونکو پر وژنې تورن و.