د ښځینه پولیسو تشکیل ۵۰۰۰، خو یوازې ۲۸۰۰ پکې کار کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د مناسب کاري چاپېریال د نشتوالي او په افغان ټولنه کې د ځینو دودونو له کبله د ۵۰۰۰ زره ښځینه پولیسو په تشکیل کې یوازې ۲۸۰۰ پولیسانې د وزارت په چوکاټ کې کار کوي.
ګڼې افغان کورنۍ د پولیسو په لیکو کې د خپلو لوڼو کار کولو ته زړونه نه ښه کوي.
په افغانستان کې ښځینه پولیسو ته اړتیاوې ورځ تر بلې ډېرېږي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ښځینه پولیسو د شوراګانو په جوړېدو سره ډېری کورنیو د خپلو حقوقي ستونزو د هواري په موخه له دغو شوراګانو د ستونزو شریکولو ته زړونه ښه کړي.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي کابل کې د کورنیو ستونزو د حل په موخه جوړ شوي ورکشاپ کې وویل، د وزارت په چوکاټ کې د ښځینه پولیسو تشکیل ډېر دی، خو ځینې ستونزې د دې لامل شوي چې کمې کورنۍ خپلو لوڼو ته د پولیسو په لیکو کې دندې ترسره کولو ته اجازه ورکړي.
د دې وزارت د ښځو او ماشومانو د بشري حقوقونو مشره مل پاسواله حکمت شاهي رسولي وایي هڅه کوي د کورنیو د باور ترلاسه کولو لپاره ښځینه پولیسې په حقوقي برخه کې وروزي او د خپلو کورنیو شخړو د هواري په موخه دوی ته مراجعه وکړي.

پر همدې مهال، دغه وزارت وايي د پولسو په لیکو کې د ښځو د هڅولو په موخه یې د پولیسو په یوه مېنه کې د ۳۰۰ بلاکونه ښځینه پولیسو ته ځانګړي کړي او ۱۰۰ پولیسانې د کورنیو ستونزو د حل په تړاو د روزنې لپاره ترکیې ته استولې دي.
په تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د کورنیو شخړو د هواري په موخه د ښځینه پولیسو ۸۶ شوراګانې جوړې شوې، چې ۱۶۶۶ غړي لري.


















