کرېکټ نړيوال جام: افغانستان نېدرلنډز ته په اوو وېکټو ماته ورکړه

د خپرېدو وخت

د کرېکټ نړيوال جام کې افغانستان له نېدرلنډزه په اوو وېکټو سيالي وګټله.‌

نېدرلنډز د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۴۷ اورو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې وکړې چې افغانستان په ۳۲ اورونو کې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې او بريا يې په خپل نامه کړه.

د افغانستان او نېدرلنډز تر منځ دا سيالي د هند په لکنوو کې تر سره شوه.

د نېدرلنډز لومړنی لوبغاړی په یوه منډه مجیب اوټ کړ. که څه هم د لومړي لوبغاړي له اوټ کېدو وروسته، د نېدرلنډز لوبغاړي پر وېکټه یو څه تم شول، خو بیا یې وېکټې په چټکۍ له لاسه ورکړې.

د افغانستان لپاره محمد نبي دری، نور احمد لکڼوال دوې او مجيب الرحمان ځدراڼ يوه وېکټه واخيسته.

د نېدرلنډز څلور لوبغاړي رن اوټ شول.

د افغانستان لپاره حشمت الله ۵۶، رحمت شاه ۵۲ عظمت الله عمرزي ۳۱، ابراهيم ځدراڼ ۲۰ او رحمان الله ګوربز ۱۰ منډې وکړې،

افغانستان له دې بريا سره د اتو نومرو په لرلو د لوبو په جدول کې پنځم ځای ته پورته شو.

‌ افغانستان وار له مخه انګلنډ، پاکستان او شري لنکا ته ماته ورکړې ده.

د نړیوال جام له لسو ګډونوالو لوبډلو به د سر څلور لوبډلې نیمه پایلوبه کې له یوه بل سره د اتلولۍ جام ګټلو لپاره لوبېږي.

افغان لوبډله اوس اته پوانیټونه لري دوی د ۱۲ پواینټونو جوړولو چانس لري که څه هم سخته به وي خو ناممکنه نه.

د افغان لوبډلې تېرو لوبو ته په کتو فکر کېږي چې افغانستان اوس هر چاته ماته ورکولې شي خو وکتل شي چې له پاتې دوه پیاوړو لوبډلو اسټرالیا او سویلي افریقا سره څه کوي؟