مار سره یو ځای سمندر کې لامبل؛ اسټرالیا کې یو سړی څه باندې ۲۰۰۰ ډالره جریمه شوی

د عکس سرچینه، Nine News
په اسټرالیا کې وروسته له هغه سړی جریمه شو، چې په کور کې ساتلی مار یې سمندر ته د لامبلو لپاره له ځان سره وړی و.
هېګور فېیوزا هغه وخت د اسټرالیا په ځايي رسنیو کې ډېر مشهور شو، چې په سمندر کې له مار سره اخیستې وېډیوګانې خپرې شوې.
په انځورونو کې لېدل کېږي چې ښاغلی فېیوزا پر هغې تختې مار له ځان سره وړي، چې د سمندر پر سر پرې لامبو وهي.
د اسټرالیا د ساینس او چاپیریال ساتنې یوې ادارې ویلي، سمندر ته د مار وړل ښايي نورو خلکو ته ګواښ پیدا کړي او د دې شونتیا هم شته چې د مار ساړه وشي او خلکو ته زیان ورسوي.

د عکس سرچینه، Nine News
خو هېګور فېیوزا چې نژدې لس ځلې یې د سمندر اوبو ته مار له ځان سره وړی، وايي "زه یې تل سمندرغاړې ته له ځان سره وړم، اوبه یې ډېرې خوښېږي. یو ورځ مې د لامبو په تخته له ځان سره وګرځاوه چې ډېر خوند یې ورکړ."
پر خواله رسنیو د فېیوزا له خپرو شویو وېډیوګان وروسته، د اسټرالیا د کوینزلنډ سیمې د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکو د هغه په اړه پلټنه پیل کړه او نوموړی یې د همدې کړنې له امله څه باندې ۲۳۰۰ ډالره جریمه کړ.
د دغې ادارې یوه چارواکي جانتن مکډونالډ په یوه بیان کې ویلي، "عامه ځایونو ته د کورني ژوي وړل ښايي خلکو ته بې ځایه سرخوږی جوړ کړي."
دغه اداره وايي، فیېوزا په کور کې د مار ساتلو رسمي اجازه لیک لري، خو وايي سمندر ته یې د وړلو اجازه نه ده ورکړې.



















