تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناټو سازمان اوکرایین ته د غړیتوب ورکولو لپاره د ځانګړې نېټې ټاکل رد کړل
- Author, جیمز لنډالې ویلنیوس او جیمز ګریګوري لندن
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د ناټو غړو هېوادونو ویلي اوکرایین هغه مهال له دې پوځي اتحاد سره یو ځای کېدای شي، چې ''غړي هېوادونه هوکړه وکړي او شرطونه پوره شي.''
له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلینسکي له ناټو ائیتلاف سره د خپل هېواد یو ځای کېدو پرېکړه کې ځنډ ''بې مانا''بللی.
ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دې لړ کې د چټک پرمختګ اهمیت مني، خو له ناټو سازمان سره د اوکرایین یو ځای کېدو په هکله یوه مشخصه نېټه نه په ګوته کوي.
بل لور ښاغلي زېلینسکي مخکې ویلي و، داسې (چمتووالی) نه ښکاري چې اوکرایین به د ناټو غړیتوب ته وبلل شي. نوموړی اوس د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې دی، چې د ناټو غړو هېوادونو غونډه پکې کېږي.
کیېف مني چې له روسيې سره د جګړې په ترڅ کې د ناټو غړیتوب نه شي ترلاسه کولای، خو غواړي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته ژر، تر ژره دا چاره وشي.
د سې شنبې پر ورځ په یوه خبري غونډه کې د وینا پر مهال د ناټو سازمان عمومي منشي یان سټولټینبیرګ وویل، غړي هېوادونو مني چې اوکرایین باید د ناټو غړی شي او دې لړ کې یې د عملي چارو پیلولو هوډ څرګند کړی دی.
نوموړی وايي: ''دې سره به د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره دوه پړاویز بهیر ته د اوکرایین لاره بدله شي.''
وروسته په ویلینیوس کې د خلکو ګڼې، ګوڼې ته وینا کې ښاغلي زېلینسکي وویل: ''ناټو به اوکرایین ته امنیت ورکړي او اوکرایین به دا ائیتلاف لا پیاوړی کړي.''
د نوموړي دا څرګندونې د ناټو غړو تر منځ د اوکرایین غړیتوب پر سر له اختلاف وروسته مخې ته راځي. ځینو سره داسې وېره ده، چې په اتومات توګه اوکرایین ته غړیتوب ورکول به روسیې ته فرصت ورکړي، چې پر خپل دې ګاونډي هېواد له یرغل وروسته پیل شوې جګړه اوږد او زور ورکړي.
دیپلوماتان پر چهارشنبه د یوې داسې نوې شورا خبره هم کوي، چې اوکرایین او ناټو استازي به پکې شامل وي او له مخې به یې کېیف ته حق ورکړل شي چې د ټول سازمان په کچه غونډې وغواړي.
خو رسماً د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو لپاره د مشخصې نېټې نه ټاکل کېدل د اوکرایین لپاره د یوه شاتګ په توګه کتل کېږي.