پولیسو د هند مانیپور ته د ګانګرس د ګوند مشر سفر مخه نیولې

د خپرېدو وخت

کانګرس ګوند وايي، پولیسو د هند ناکرارۍ ځپلي ایالت مانیپور ته د دغه ګوند د مشر راهول ګاندي د سفر مخه نیولې.

ښاغلی ګاندي دغه ایالت شمال ختیځ ته په یوه دو ورځني سفر راوتلی، چې د تاتریخوالي له امله بې ځایه شویو کسانو او د مدني ټولنو مشرانو سره وګوري.

تېرو دوو میاشتو کې، مانیپور کې د میتي او کوکي ټولنو اکثریت وګړو تر منځ شخړه رامنځته شوې.

تر اوسه په دې نښتو کې له ۱۰۰ کسانو ډېر وژل شوي او تر ۴۰۰ نور ژوبل دي.

لومړي وزیر نرېندرا مودي په مانیپور کې د وضعیت د ارزونې لپاره له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره ناسته کړې، خو هغه له دغه ایالته د نه لیدو او یا د وضعیت په اړه د خبرو نه کولو له امله تر نیوکو لاندې راغلی.

د تاوتریخوالي له پیله نږدې یوه میاشت وروسته د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه یاد ایالت ته سفر وکړ، چې د وضعیت د عادي‌کولو لپاره یو پلان جوړ کړي،‌ خو هره ورځ د تاوتریخوالي د تازه پېښو خبرونه خپرېږي.

ښاغلي ګاندي د تېرې پنجشنبه پر ورځ پر فسبوک لیکلي و چې"امن راوستل لومړیتوب دی، مانیپور درملنې ته اړتیا لري او یوازې په ګډه همغږي رامنځته کولی شو."

د کانګرس ګوند مشر کی سي وینو ګوپال خبریالانو ته ویلي، پولیسو د راهول ګاندي کاروان بشنوپور ولسوالۍ ته څېرمه درولی.

د پولیسو یو افسر ټایمز مجلې ته ویلي، د ښاغلي ګاندي د موټرو کاروان یې د هغه د خوندیتوب لپاره درولی.

د کانګرس ګوند استازو دې پېښې ته توند غبرګون ښودلی.

د ګوند یو سیمه ییز مشر ملک ارجون خرګ د بهاراتیا جنتا ګوند(بي جي پي) حکومت تورن کړی، چې د ښاغلي ګاندي له خوا د "مهربانۍ د مخنیوي لپاره له استبدادي لارو کار اخلي."

نوموړي په ټوېټ کې لیکلي:"دا هېڅ د منلو نه ده او اساسي قانون او دیموکراتیک نورمونه تر پښو لاندې کوي، مانیپور سولې ته اړتیا لري نه شخړې ته."

د کانګرس ګوند غړي جیرام رامېش بیا دې پېښې ته په غبرګون کې ویلي:"لومړی وزیر ښايي غلی پاتې شي یا دې برخه کې هېڅ کار و نه کړي خو ولې مانیپور خلکو سره د مرستې لپاره د راهول ګاندي د سفر مخه نیسي؟"

مانیپور کې د تاوتریخوالي له امله شاوخوا ۶۰ زره کسان بې ځایه شوي او په څه باندې ۳۵۰ کمپونو کې یې پناه اخیستې ده.

د ښاغلي ګاندي دا سفر داسې مهال و، چې د اپوزیسون له خوا د ایالت د وزیر اعلی ان بیرنګ سینګ چې له بي جي پي څخه دی د استعفا غوښتنه کېږي.

د کانګرس ګوند مشرانو پر ښاغلي سینګ نیوکه کړې، چې په ایالت کې "د امن د راوستو او وضعیت د کابو کولو توان نه لري" او د فدرالي واکمنۍ د پلي کولو غوښتنه یې کړې.