د پوتین لوی منتقد الکسي ناوالنې ښايي لسیزې په زندان کې پاتې شي

د خپرېدو وخت

د روسیې د اپوزیسون مشر الکسي ناوالنې په تړاو چې اوس مهال د افراطیت په تور په زندان کې دی، نوې محکمه جوړېدونکې ده.

رپوټونه وايي، شونې ده په دغه محکمه کې نوموړی په لسیزو بند محکوم شي.

ښاغلی ناوالنې لا دمخه د سرغړونو په پارونې، درغلۍ او محکمې ته د سپکاوي په تور په نهه کاله بند محکوم شوی او زنداني دی.

هغه او ملاتړي یې ټینګار کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې نیول او زنداني کول یوه سیاسي انګېزه وه.

د نوموړې وروستۍ محکمه به نن دوشنبه پیل شي.

پر ښاغلي ناوالنې د افراطي شبکې د جوړولو او د افراطي فعالیتونو د تمویل په ګډون نور ګڼ تورونه دي.

نوموړي ویلي چې ښايي د بند موده یې تر ۳۰ کلونو وغځېږي.

دا ۴۷ کلن کس له اوږدې مودې راهیسې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر وړاندې د روسیې د مخالفې ډلې تر ټولو مخکښه څېره وه او له یوې لسیزې یې روسیه کې شوي فسادونه بربڼد کړي دي

هغه د روسیې د اپوزیسون یوازینی مشر دی، چې په ټوله نړۍ کې د حکومت ضد لاریونونو کې د ګډون لپاره د لوی شمېر خلکو د راټولولو وړتیا لري.

نوموړې ۲۰۲۱ کال کې له جرمني د راستنېدو پر مهال نیول شوی و، چېرې چې هغه له یوه بریده روغ وتلی و چې وروسته یې بیا پرې کرملین تورن کړ.

روسي چارواکو بیا په دغه برید کې هر ډول لاس لرل رد کړي و.

د اوکرایین له جګړې یو کال وروسته کرملین د خپلو مخالفینو ځپل ډېر کړي او د اپوزیسون ډېرې مخکښې څېرې اوس یا په زندانونو کې دي او یا جلا وطنۍ ته اړ ایستل شوي.

ښاغلي ناوالنې ویلي، څارنوالانو ورته ۳۸۲۸ پاڼې چمتو کړي او ټول هغه جرمونه یې په ګوته کړي چې په زندان کې پرې د ترسره کېدو تورونه دي.

هغه وايي: "د دې پاڼو له اندازې خو داسې ښکاري چې زه یو پرمختللی او پوخ مجرم یم خو په دې نه شم پوهېدی چې دقیقا په څه شي تورن یم."

نوموړی پر افراطي کړنو او د افراطي فعالیتونو د هڅولو او د نازي فکر "ایډیالوژۍ پر بیارغاونې" او ځینو نورو جرمونو تورن دی.