ایران کې د بې کیفیته شرابو له کبله څو کسان مړه او ۱۰۰ تنه روغتون ته وړل شوي

د عکس سرچینه، PA
د ایران په کرج ښار کې دودي یا سیمه ییزو الکول د انسانانو د مړینې لامل شوي.
په ایران کې چارواکي وايي، د صنعتي الکولو هغه توزیع کوونکي یې تر قانوني څار لاندې نیولي، چې په دغه ښار کې د څو تنو د مړینې او سخت مسمومیت لامل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د همدې شرابو له کبله ۱۰۰ تنه په روغتون کې بستري شوي دي.
د ایران د قضائیه قوې یو ویاند حسین فدایي هریکندي د دغه هېواد دولتي خبري آژانس ایرنا ته وویل:
"تر اوسه شاوخوا سل کسانو روغتون ته مراجعه کړې او ځینې مړه شوي دي، او احتمال شته چې ځینې کسان په کور کې مړه شوي وي او روغتون ته نه وي لېږدول شوي، د عدلي طب او د ولایتي طبي پوهنتون لخوا پلټنې روانې دي. "

د عکس سرچینه، MEHR
په ایران کې نورو خبري سرچینو د دغه پراخ مسمومیت له امله د مړو شمېر ۲۰ تنه ښودلی دی.
د ایران د قضائیه قوې یاد چارواکي وویل، چې تراوسه پورې په دې تړاو درې کسان نیول شوي او شپږ تورن کسان تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي.
په ایران کې د الکولو څښل منع دي.
له همدې امله حکومت او روغتیایی چارواکي په کورنو کې د جوړ شویو شرابو او په پټه تر ځمکې لاندې د الکولي محصولاتو څارنه او ارزونه نه کوي.
دا صنعتي الکول، چې د یوې رسمي سرچینې لخوا نه ارزول کېږي د ډېرو په باور د سخت مسمومیت او مړینې لامل کېږي.
د صنعتي الکولو له کبله درې کاله وړاندې په شیراز کې ۴۴ کسان مړه شوي وو او ۳۳۰ کسان په روغتون کې بستر شوي وو.
په همدې کال کې په اهواز کې د الکولي مشروباتو په بڼه د صنعتي شرابو وېش لږ تر لږه ۳۶ تنه ووژل او ۲۷۰ تنه یې د روغتون بستر ته اړ کړل.




















