روسیې د اوکرایین پر اودېسه تازه بریدونه کړي؛ پوتین وايي د اوکرایین ځوابي عملیات بریالي نه دي

د خپرېدو وخت

د اوکرایین د چارواکو په وینا، دغه توغندی د روسیې له کښتیو توغول شوی و او په یوه ګدام لګېدلی چې خوراکي توکي په کې زېرمه وو.

په ګدام کې اور لګیدلی او سرتېر هڅه کوي چې توکي ترې را بهر کړي.

دا هم شونې ده، چې ښايي نور کسان لا هم تر ویجاړیو لاندې اېسار پاتې وي او ژغورنډلې یې په لټه کې دي.

د اودېسه په مرکز کې د توغندیو ټوټو یو سوداګریز مرکز، څو هټۍ او کورونه زیانمن کړي او شپږ کسان یې ټپیان کړي.

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي ویلي، هغه هېوادونه چې د اوکرایین ملاتړ کوي باید ډاډ ترلاسه کړي چې اوکرایین د الوتکو ضد دفاعي سیستم او جنګي الوتکې لري چې له ځانه دفاع وکړي.

پرون سه شنبه اوکرایني چارواکو پر روسیه تور پورې کړی و چې په یوه موټر کې یې ملکي وګړي وژلي.

اوکراییني چارواکو ویلي وو، روسیې د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته څېرمه یې پر یوه موټر برید کړی او شپږ کسان یې وژلي دي.

د اوکرایین د لویې څارنوالۍ دفتر په ټیلیګرام کې لیکلي، چې دا برید پرون د شمال ختیځ سومي په سیمه کې شوی دی.

یاده اداره زیاتوي، په وژل شویو کې دوه ملکي وګړي او څلور د ځنګلونو کارکوونکي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه دا ادعاوې نه شي تاییدولی او روسیې هم په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

بل خوا،‌ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اوکرایین ځوابي برید ناکام شوي دي. ښاغلي پوتين ویلي، د اوکرایین پوځ‌ ته یې ډېر زيانونه اړولي دي.

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي تېره اوونۍ ومنله چې هېواد یې د روسي ځواکونو پر وړاندې هغه ځوابي برید پیل کړی چې له اوږدې مودې راهیسې یې انتظار ورته کاوه.

د اوکرایین د جګړې په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې د روسیې ولسمشر وویل، په اوکرایین کې مرګ ژوبله د "ناورین" تر کچې رسېدلې ده.

خو د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د شپې په یوه خپره شوې ویډیو کې د اوکرایین د ځوابي برید ناکامي رد کړې او ویلي دي چې "پرمختګ دوام لري" او له خپلو ځواکونو یې مننه کړې.

د اوکرایین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز والري زالوجیني هم په ټیلیګرام کې لیکلي، "بریالیتوبونه ترلاسه شوي او موږ له خپلو پلانونو سره مخ په وړاندې روان یوو."

د کېیف ځوابي برید په اړه ویل کېږي، چې لومړنیو پړاوونو کې یې د دونیتسک ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې لږ پرمختګ کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وايي، اوکراینیانو تر ۱۶ ډېر ټانکونه له لاسه ورکړي او روسیې ته ۵۴ ټانکونو زیان اوښتی دی.

یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، اسوشیېټډ پرېس ته ویلي، یادې شمېرې سمې نه دي.

په همدې حال کې ښاغلي پوتین په خپل خبري کنفرانس کې د دغه هېواد د ځواکونو د ستاینې پرمهال وویل، چې دوی د اوکرایین پر پوله د روسیې د وروستیو بریدونو په اړه ښه اټکل کولای شي.

همدارنګه نوموړي وویل، په دې نظر غور کوي چې ایا د روسیې او اوکرایین د پولو ترمنځ د بفر زونونو رامنځته کول اړین دي که نه، چې په روسیه کې دننه د تخریبي بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.