تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
رمضان قدیروف؛ د چیچنیا مشر د اوکرایین جګړې ته د زلمیو زامنو د استولو ژمنه وکړه
د چیچنیا مشر رمضان قدیروف وايي د هغه درې زامن به چې څوارلس، پنځلس او شپاړس کاله عمر لري، ژر په لومړۍ کرښه کې د روسي ځواکونو ترڅنګ جنګېدو لپاره اوکرایین ته ولاړ شي.
قدیروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې متحد دی، خو په دې وروستیو کې د روسیې پر پوځي مشرتابه نیوکې هم کوي.
ښاغلي قدیروف پر خپله خواله رسنۍ لیکلي، پلرونه باید خپلو زامنو ته دا ور زده کړي چې څنګه خپله کورنۍ، خلک او ټاټوبی وساتي.
روسیې د ملګرو ملتونو هغه کنوانسیون منلی چې تر ۱۸ کلونو کم عمره ماشومان به نېغ په نېغه جګړو کې له ګډون راګرځوي.
د جنایتونو نړیواله محکمه د سرتېرو په توګه له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو کاورل جنګي جنایت ګڼي.
رمضان قدیروف د ټېلېګرام یوه اوږده پوست کې لیکلي چې زامنو یې له کوچنیوالي پوځي روزنه لیدلې او ګواکې اوس وخت را رسېدلی چې رښتینې جګړه تجربه کړي.
د چیچنیا مشر دغه پیغام کې د ده په وینا هغه "تشې خبرې کوونکي" هم هدف ګرځولي چې ادعا کوي د ده نږدې کسان د اوکرایین پوځي عملیاتو کې برخه نه اخلي [خو نور ور استوي].
د ټېلېګرام دغه پوست سره د ښاغلي قدیروف د زامنو یوه ویډیو هم مله ده چې دوی پکې د روزنې مرکز کې د بېلابېلو وسلو د کارولو حال کې لېدل کېږي.
د خواله رسنیو ځینې کاروونکي پر چیچنیايي ځواکونو ملنډې وهي چې د اوکرایین د لومړۍ کرښې د جګړو پر ځای تر ډېره خواله رسنیو ته د خپلو ویډیوګانو په پورته کولو بوخت وي.
ښاغلی قدیروف په ۲۰۰۷ کال د پوتین لخوا له ګومارل کېدو راهیسې د روسیې فېدراتیف د دغه سویلي جمهوریت مشري کوي.
په دې موده چیچنیا کې چې کلونه کلونه پکې د خپلواکۍ لپاره جګړې شوې، یو څه نسبي ثبات راغلی دی.
قدیروف له بشري حقونو په سرغړونو هم تورن دی او ځواکونه یې د اوکرایین د جګړې له پیله روسانو سره ملګري دي.
په دې وروستیو کې خارکیف او ډونېڅک سیمو کې شاتګونو نوموړی قهرولی او د روسیې پر پوځي مشرتابه یې توندې نیوکې کړې.
دی له مسکو غواړي چې د تکتیکي اټومي وسلو د کارولو په ګډون د اوکرایین خلاف سخت چلن او توندو ګامونو ته مخه کړي.
خو کرملېن د دې غوښتنې ځواب کې ویلي چې دا وړ پرېکړې باید د احساساتو له مخې ونشي.