تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې د اورګاډي خونړۍ پېښه؛ د اړونده وزیرانو او د اورګاډي د چارو مسولینو د استعفا غوښتنه شوې
د هند په ختیځ اوډیشا ایالت کې د اورګاډي له یوې خونړۍ پېښې وروسته په دغه هېواد کې د وزیرانو او د اورګاډي د چارو اړونده مسولینو د استعفا غوښتنه شوې ده.
چارواکي وايي، د دې پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي.
هند کې یاده پېښه تېره جمعه شپه وشوه، چې شاوخوا ۳۰۰ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د اورګاډي چارو اړوند وزیر اشوینی ویشنا وايي، څېړنې به دا په ډاګه کړي چې ایا د سیګنالونو ترمنځ ګډوډي رامنځ ته شوې وه یا انساني تېروتنه وه او یا هم کوم بل څه د پېښې لامل شوي دي.
په دې خونړۍ پېښه کې دوه مسافر وړونکي اورګاډي او یو بار وړونکی اورګاډی سره ټکر شوي وو.
د هند ریل ګاډو ادارې مسوولین وايي، ټکر شوي ګاډي کورومانډیل اېکسپرېس او هاوړه اېکسپرېس نومېږي.
د هند اورګاډي پټلۍ چارواکي وايي، د چټک سرعت له امله د اورګاډو څو خونې وېجاړې شوې دي.
د دغو چارواکو په وینا، پر پټلیو د ټکر شویو اورګاډو پاتي شوني څنډې ته شوي دي.
هند د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی، چې د ریل ګاډو خورا ستره شبکه لري.
هند کې د اورګاډو دا ټکر په روانه پېړۍ کې تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل کېږي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون ژمنه وکړه، چې په دې پېښه کې ښکېلو کسانو ته به سخته سزا ورکړي.
همدارنګه د طالبانو حکومت هم هند کې د اورګادي پېښې په اړه خواشیني ښودلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادې پېښې په اړه خپله خواشیني ښيي.
''د هند جمهوریت په ختیځ اودیشا ایالت کې د اورګاډو د ټکر له امله چې سلګونو کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي دي، خواشیني یوو او د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي شریکوو. ''
له دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر دغه پېښه له هند سره خواخوږي ښودلې وه.