ایران له سعودي عرب او متحده عربي اماراتو سره "سمندري ټلواله" جوړوي

د خپرېدو وخت

ایران وايي، د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په ګډون د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره یو "سمندري ټلواله" جوړوي.

د ایران د سمندري ځواکونو قومندان شهرام ایراني په وینا، د سعودی عرب، اماراتو، قطر، بحرین او عراق په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د ایران د سمندري ځواکونو ګډه ټلواله به ډېر ژر جوړه شي.

ایراني رسنیو ویلي "د هند سمندر شمالي حوزې نژدې ټول هېوادونه په دې باور شوي چې د ایران اسلامي جمهوریت تر څنګ و اوسي".

د دې سیمې اوبه په نړۍ کې یو له مهمو سوداګریزو لارو بلل کېږي او د تېلو ډیری صادرات له همدې لارې ترسره کېږي.

اوس مهال د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ په ګډون چې په بحرین کې ځای پر ځای ده، د فرانسې، بریتانیې او امریکا ایتلاف د فارس خلیج په سیمه کې د سوداګریزو بېړیو امنیت ټینګوي.

د عمان په سمندر ي اوبو او په فارس خلیج کې د بېړیو د امنیت ټینګولو لپاره د یو شمېر هېوادونو سمندري ایتلاف وروسته تر هغه جوړ شوی وو چې په وروستیو کلونو کې پر بهرنیو کښتیو بریدونه زیات شول.

هغه ایتلاف د اوو هیوادونو اسټرالیا، بحرین، سعودي عرب، متحده عربي امارات او البانیا شامل وو.

په وروستیو کلونو کې، په څو پېښو کې، د اسراییلو اړوند کښتۍ د محدودو بې پیلوټه الوتکو تر بریدونو لاندې راغلي، یا هم هغه تېل ایستونکې بېړۍ د هرمز په تنګي کې د ایران له خوا درول شوې دي.

د هرمز تنګی د ایران او عمان په اوبو کې موقعیت لري، خو د دې هېواد نوم د هغو هېوادونو ترمنځ نه لیدل کېږي چې د ایران سمندري ځواکونو قومندان ویلي له دغه هېواد سره به سمندري ایتلاف جوړوي.

د ایران له اړخه سپاه پاسداران، د فارس خلیج او د هرمز تنګي په اوبو کې د دغه هېواد د اوبو د کنټرول مسئولیت په غاړه لري او د پوځ سمندري ځواکونه یې په تېره بیا د سره سمندرګي او د عمان په سمندرګي شته.

متحده عربي اماراتو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له امنیتي ارزونو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ له سمندري امنیتي ایتلافه ووتل.

خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې لا هم د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د دغه هېواد په اوبو کې د بېړیو د خوندیتوب ډاډمنولو ته ژمن دی.

متحده عربي اماراتو په وروستیو کلونو کې له ایران سره سړې سیاسي اړیکې درلودې، خو په وروستیو میاشتو کې یې په اړیکو کې ښه والی راغلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو کچه له ټیټ پوړو دیپلوماتانو د سفیر تر کچې لوړې شوې ده.

سعودي عرب هم چې له اوو کلونو راهیسې یې له ایران سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پرې کړې وې، په دې وروستیو کې دغه اړیکې بېرته پیل کړې دي.