پاکستان له ځینو هېوادونو سره د جنس په جنس سوداګرۍ لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
پاکستان له افغانستان، ایران او روسیې سره د بارتر یا جنس په جنس سوداګرۍ لپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې ده.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وايي، نوې تګلاره يې به سوداګرو ته اجازه ور کړي د نورو توکو ترڅنګ له ایران او روسیې څخه نفت او ګاز را وارد کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، پاکستان له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د دغسې یوې سوداګرۍ وړاندیز کړی و، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
رویټرز خبري اژانس وايي، پاکستان چې ارزي شتمني یې دغه هېواد ته د یوې میاشتې وارداتو لپاره بسنه نه کوي، غواړي د جنس په جنس یا بارتر سوداګرۍ له لارې د خپلو تادیاتو کړکېچ مدیریت او د پیسو پر پړسوب یې لاس بری شي.
تېره میاشت پاکستانۍ روپۍ د امریکايي ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت ۳۸ سلنه له لاسه ور کړی دی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلي، د بارتر سوداګرۍ نوي میکانیزم کې به چې سوداګر به پکې د پیسو پر ځای توکي تبادله کوي، دولتي او خصوصي بنسټونه د شمولیت لپاره تاییدۍ ته اړتیا ولري.
د راپورونو له مخې، وچه او تازه مېوه، سابو، کانې مواد او فلزات، د ډبرو سکاره او کتان د هغو توکو په ډله کې دي چې پاکستاني سوداګر کولی شي، د بارتر سوداګرۍ په کټګورۍ کې یې له افغانستان څخه خپل هېواد ته وارد کړي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، پاکستان له تېر کال راهیسې له افغانستان سره د دغسې یوې سوداګرۍ وړاندیز کړی و، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ورته تر اوسه رسما په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پآکستان حکومت د بارتر سوداګرۍ د نوې مقررې څنګ افغانستان ته د اوړو، غنمو، بورې او کیمیاوې سرې قاچاق هم منع اعلان کړی دی.
پاکستان د روان کال په اپرېل میاشت کې له روسیې څخه په یو څه تخفیف نفت وپېرل، خو تر اوسه روښانه نه ده چې اسلام اباد د روسیې د نفتو بیه په څه ډول تادیه کوي.
د پاکستان د پټرولیم وزیر مصدق حسین رویټرز ته ویلي، دوی له روسیې څخه د چاڼ شویو نفتو پر ځای خام نفتي مواد پېري.
ښاغلي حسین زیاته کړې، که لومړۍ سوداګریزه معامله یې په ښه ډول وشي، نو په راتلونکې کې به له روسیې د نفتو واردات زیات کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ورته مهال د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او په تاشکند کې د پاکستان سفیر احمد فاروق د افغانستان له لارې د تاشکند او اسلام ترمنځ د سوداګریزو توکو پر لېږد را لېږد او همدا ډول د ترمز - مزارشریف او کابل پېښور ترمنځ د اورګاډۍ پټلۍ پر پروژې خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې په سیمه ییزو پروژو کې د ازبکستان ګډون اړین بللی دی.
د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډۍ پټلۍ لار نقشه په ۱۳۹۹ کال کې په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال د درې واړو هېوادونو د استازو له خوا لاسلیک شوې ده.
په افغانستان کې طالبانو حکومت چارواکو هم د دې پروژې د پلي کېدو په تړاو له ازبکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.




















