ایران د خیبر په نوم نوی توغندی جوړ کړی، چې تر ۲۰۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي

د عکس سرچینه، .
ایراني رسنیو د خرمشهر۴ یا خیبر په نوم د یوه لرې واټن ویشتونکي بالستیک توغندوي د مخکتنې خبرونه خپاره کړي دي.
ایراني چارواکي خپل دغه نوي توغندي ته " لوړ کاریدونکی او پوخ نښه ویشتونکي" اصطلاح کاروي.
د ایران د دفاع وزیر محمد رضا آشتياني نن (۲۵/۰۵/۲۰۲۳) د توغندي په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، چې خیبر کولی شي تر دوه زره کیلومتره لرې واټن په نښه کړي او برید پرې وکړي.
د ایران ایرنا خبري آژانس د دغه توغندي د وړتیا په هکله لیکلي:
"خیبر توغندی، چې د خرمشهر توغندیو د کورنۍ تر ټولو نوی نسل دی، تر ۲۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي. د نورو ځانګړتیاوو سربیره، تاکتیکي ځانګړتیاوې هم لري."
ویل شوي، چې د دې توغندي او د نورو پخوانیو نسلونو ترمنځ یې توپیر دا دی، چې خیبر کولی شي له ځمکې لوړ په فضا کې د خپل سفر په نیمايي کې د برید ځای لا ښه په نښه کړي او لا زیات دقیق شي.

د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي آشتياني د یاد توغندي په پرانیست غونډه کې وویل، چې لرې واټن ویشتونکی خیبر په سیمه کې د سولې او ثبات مرسته کوونکی دی.
نوموړي په همدې غونډه کې له خپل ملګرو د ملاتړ هیله هم وکړه.
تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت استخباراتي څانګې(DIA) په یوه راپور کې ویلي و، د امریکا لخوا له څو لسیزو بندیزونو سربېره ایران په دې توانیدلی چې ستر توغندي جوړي کړي.
یادې څانګې ویلي، ایران د منځني ختیځ د سیمې د هېوادونو تر منځ د توغندیو تر ټولو ستر پروګرام لري.
د امریکا په باور د ایران د توغندیو جوړولو سیستم د اسراییلو د توغندیو جوړولو له سیستم څخه لوی دی.





















