تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د الوتکې عملې کسان له سپرلیو سره د تبعیضي چلن له شکایتونو وروسته له دندې ګوښه شوي
کیتهي پېسفیک ایروز هوايي شرکت له هغو سپرلیو سره چې انګلیسي نه وايي، د تبعیضي چلن له شکایتونو وروسته د خپلې یوې الوتکې د عملې درې کسان له دندې ګوښه کړي دي.
دا کسان د یوه ثبت شوي غږیز کلیپ له خپرېدو وروسته ګوښه کړل شوي، چې په ظاهره پکې د عملې دغه کسان په سپرلیو ملنډې وهي. د هانګ کانګ دې هوايي شرکت د پېښې په هکله د پوښتنو، ګروېږنو اعلان کړی او د ''ژورې اندېښنې خپرېدو'' له کبله یې بښنه غوښتې.
د چین دولتی رسنیو بیا ادعا کړې، چې ''دې هوايي شرکت د چین مرکزي سیمو خلکو ته په سپک نظر کتل.'' یوه کس چې دې الوتکه کې یې سفر کاوه وویل، د عملې کسانو په هغه مسافر ملنډې وهلې، چې د ''کمبلې'' پر ځای یې په تېروتنه د ''غالۍ'' غوښتنه وکړه.
په غږیز کلیپ کې د خدمې عملې یوې ښځینه غړې اورېدل کېږي چې خپلو همکارانو ته وايي: ''که په انګریزۍ ژبه د کمبلې نوم نه شې یادولی، نه درکول کېږي، ځکه غالۍ پر غولي ویړه ده.''
پر خواله رسنیو د دې کلیپ له خپرېدو وروسته پر یاد هوايي شرکت سختې نیوکې شوې او یو شمېر چیناییانو خو له دې شرکت سره د پرېکون غوښتنه هم کړې.
په هانګ کانګ کې اجرايي مشر جون لي هم ویلي، دې پېښې په هانګ او مرکزي سیمو کې د هېوادوالو ''احساسات سخت ځپلي دي. '' د هوايي شرکت اجرايي مدیر رونالډ لام د پېښې په تړاو له خلکو بښنه غوښتې او په خبره یې شخصاً به د یوه داسې پلاوي مشري وکړي، چې د شرکت اخلاقي اصولو ته له سره کتنه وکړي.
په داسې حال کې چې هانګ کانګ کې د کورونا اړوند وروستي محدودیتونه د لېرې کېدو په حال کې دي، کیتهي پېسفیک هوايي شرکت هڅه کوي، عاید تر لاسه کولو وضعیت ته وګرځي. په ۲۰۲۰ کال کې د قرنطین سختو اصولو او پولو تړل کېدو له کبله دې شرکت درانه مالي زیانونه ګاللي او ګڼ شمېر کارکوونکو یې دندې له لاسه ورکړې.
د فلائټ ګلوبل په نامه د هوايي چلن خبرونو اړوند وېبپاڼې د هوايي چلن صنعت چارو ماهر ګریګ والډرون وايي، دې وضعیت په کتو سره کیتهي فېسفیک نه شي کولای چین پردی کړی.