ملګري ملتونه: ۲۰۲۲ کال کې د ملکي وګړو د وژل کېدو کچه د وړم کال پرتله ۵۳ سلنه لوړه وه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش د سه شنبې په ورځ (۲۳/۰۵/۲۰۲۳) امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، چې نړۍ د ملکي وګړو په ژغورنه کې پاتې راغلې ده.
د ښاغلي انتونیو ګوتېرش په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې د ملکي وګړو د وژل کېدو شمېر د وړم کال پرتله ۵۳ سلنه زیاته و.
نوموړی وايي، شمېرې ښيي، چې یوازې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په کچه دولسو وسله والو شخړو کې ۱۷۰۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
ښاغلی انتونیو ګوتېرش زیاتوي، یوازې دا نه، بلکې په همدې موده کې میلیونونه انسانان له خپلو مېنو او هېوادونو کډوالۍ ته هم اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، تیر کال "جګړې، تاوتریخوالي، له بشري حقونو سرغړونې، ځورول او کړول" د دې لامل شو چې په میلیونونه انسان کډوالۍ ته اړ شي.

د عکس سرچینه، AFP
همدارنګه د نوموړي په خبره، د جګړو له کبله ۱۱۷ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخامخ شوي.
انتونیو ګوتېرش په اوکرایین او سوډان کې د ملکي وګړو د وژلو، په ایتوپیا کې د ښوونځیو ویجاړولو او په سوریه کې د اوبو زیربناوو ته زیان رسولو په اړه هم اندېښنه وښوده.
نوموړي وویل، دا «تریخ حقیقت» دی، چې هېوادونه او نړیواله ټولنه په جګړو کې د اېسارو ولسي وګړو د خوندیتابه ژمنې نه عملي کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش وايي، یوازې د اوکرایین په جګړه کې لږ تر لږه ۸۰۰۰ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، امنیت شورا باید له هېوادونو وغواړي، چې د جګړې قوانینو ته درناوی وکړي.
ښاغلي ګوتېرش د وسلو په صادرونکو هېوادونو غږ وکړ، سوداګرۍ کې "له هغې غاړې سره چې نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته درناوی نه لري" لاس په سر شئ.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشرې میرجانا سپولیاریچ هم د سه شنبې په ورځ امنیت شورا ته په خپله وینا کې وویل، چې ولسي وګړي د ځمکې پر مخ «دوزخ» کې ژوند کوي.
نوموړې وویل: "ځینې سیمې د شخړو په یوه داسې څرخ کې اېسارې دي چې د پای ته رسیدو هیله یې لا نه شته."



















